طالبان د سوالګرۍ د مخنیوي لپاره د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سوالګرۍ د مخنیوي لپاره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او موسسو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر نن (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه) په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د سوالګرۍ پر لاملونو، د دې پدیدې لپاره پر دایمي او دوامدارو حل‌لارو او د طالبانو پر هڅو بحث شوی او له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو سره د ګډې همکارۍ په اړه نظرونه تبادله شوي دي.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، له هر اړخیزو بحثونو وروسته ټینګار شوی چې د سوالګرۍ د کچې د راکمولو لپاره باید د مسلکي زده‌کړو، مشروطو نغدي مرستو او اقتصادي پیاوړتیا له لارې سوالګرو ته دایمي او باعزته ژوند برابر شي.

دغه دفتر زیاته کړې چې د سوالګرۍ د مدیریت لپاره یې یو هر اړخیز پلان له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو سره شریک کړی دی.

طالبانو په ۱۴۰۱ لمریز کال کې سوالګري منع کړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د سوالګرو د راټولولو پراخ کمپاین پیل کړ.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د «د سوالګرو د راټولولو او د سوالګرۍ د مخنیوي قانون» په نوم سند لاسلیک کړی چې له مخې یې سوالګري د یوه مسلک په توګه جرم ګڼل شوې او مستحقو سوالګرو ته د مرستو د برابرولو یادونه پکې شوې ده.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر تېر کال اعلان کړی و چې یوازې د کابل له ښار څخه یې ۷۴ زره او ۹۶۸ سوالګر راټول کړي دي.

په افغانستان کې د سوالګرۍ اصلي لاملونه اقتصادي کړکېچ او بې‌کاري بلل کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا زیات شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د ۱۷.۵ میلیونه زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې ده، خو تر اوسه د دې بودیجې یوازې څه باندې ۳۳ سلنه برابره شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته