د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د لومړي ځل لپاره د بامیانو کچالو ازبکستان ته صادر شوي دي.
دغه خونې نن (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کچالو د بامیانو د ازمایښتي کرنیز بهیر محصول دی چې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ خونو په ګډ نوښت او همکارۍ کرل شوي وو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې زیاته کړې چې له ازبکستان سره یې د بامیانو د ۱۰۰ زره ټنه کچالو د صادراتو هوکړه کړې ده.
د یادې خونې په وینا، د کچالو لومړۍ جوپه چې اته باروړونکي موټر پکې شامل دي، د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان ترمز ښار ته لېږدول شوې ده.
بامیان د افغانستان د کچالو د حاصلاتو د مهم مرکز په توګه پېژندل کېږي، که څه هم د هېواد په نورو ولایتونو کې هم کچالو کرل کېږي.
د معیاري سړو خونو نشتوالی او بهرنیو هېوادونو ته د بامیانو د کچالو د صادراتو محدود امکانات د دغه ولایت د کروندګرو له مهمو ستونزو څخه بلل کېږي.
