په کندهار ولایت کې سرچینې وايي، د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولینو د پنجشنبې په ورځ د درملو د پلورونکو شرکتونو له یو شمېر استازو سره لیدلي او له هغوی یې غوښتي، چې په راتلونکي کې دې د چهارشنبې ورځې په څېر د اعتراضونو پلان نه جوړوي.
سرچینه وايي، د درملو د شرکتونو مسوولین د پنجشنبې په ورځ د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته ورغلي وو او له چارواکو یې غوښتنه کړې وه، چې هغه کسان خوشې کړي چې یوه ورځ مخکې د طالبانو له لوري نیول شوي وو.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولینو ورغلو کسانو ته ویلي، چې نیول شوي کسان به هغه مهال خوشې کړي، چې د درملو د شرکتونو اتحادیه ورته ډاډ ورکړي، چې په راتلونکي کې به بیا اعتراضونه نه کوي.
طالبانو ویلي، نیول شوي کسان به تر څېړنو وروسته خوشې کړي.
طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې په ټول افغانستان کې په درملتونونو کې د پاکستاني درملو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه.
