عراقچي: د ایران ځمکنۍ محاصره نږدې ناشونې ده

په داسې حال کې چې د امریکا له لوري د ایران د سمندري محاصرې له دویم پړاو څخه تر ۱۳۰ ډېرې ورځې تېرېږي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د دغه هېواد ځمکنۍ محاصره نږدې ناشونې ده.

عراقچي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د قوس ۲مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ولایتي دفترونو د مشرانو د سیمینار د پای غونډې پر مهال کړې دي.

هغه ویلي: «د ایران ځمکنۍ محاصره نږدې ناشونې ده؛ هم د دغه هېواد د پراخې جغرافیې او هم د ولایتونو د ګڼ شمېر له امله، چې هر یو یې بېلابېل ظرفیتونه لري.»

عراقچي زیاته کړې، چې د ایران د سرحدي ولایتونو د اوسېدونکو تاریخي، کلتوري او ولسي اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره هم هغه ځانګړي ظرفیتونه دي، چې د ایران ځمکنۍ محاصره ناشونې کوي.

هغه ویلي، چې د بندیزونو د لرې کولو لپاره د ډیپلوماټیکو لارو پرانیستل هم روان دي.

امریکا د ایران پر جنوبي بندرونو سخته سمندري محاصره لګولې، چې له ۱۳۰ ورځو څخه زیاته موده کېږي په پرله‌پسې توګه دوام لري.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي، چې په دې موده کې یې د محاصرې د پلي کولو لپاره د ۱۵۰ بېړیو د تګ راتګ مسیر بدل کړی، پنځه هغه بېړۍ یې له کاره غورځولې چې د خبرداریو پروا یې نه ده کړې او لس نورې بېړۍ یې له منځه وړې دي، چې د ایران د تېلو د صادراتو لپاره د تش په نوم سیوري بېړیو د کاروان برخه وې.

امریکا د ایران د ځمکنۍ محاصرې هڅې هم کړې دي. د بېلګې په توګه، له ترکیې، عراق او پاکستان څخه یې غوښتي چې له ایران سره خپلې سرحدي لارې وتړي.

خو د تېرې میاشتې په اوږدو کې د ایران او عراق او همدارنګه د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدي لارو کې د لنډمهاله ګډوډیو له رامنځته کېدو سره سره، د دغو هېوادونو ترمنځ د توکو راکړه ورکړه لا هم روانه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته