په اندونیزیا کې اورلګېدنه؛ ۲۴ کسان مړه او ۳۰ نور ورک شوي دي

د اندونیزیا چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د خوږو توکو په یوه فابریکه کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۲۴ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰ نور ورک دي.

د رویټرز خبري اژانس نن (دوشنبه، د لیندۍ ۲مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې د اورلګېدنې پر مهال شاوخوا ۳۰۰ کسان په فابریکه کې موجود وو.

د اندونیزیا د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار سعید اقبال ویلي، چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات د ودانۍ د ځینو برخو د نړېدو له خطر سره سره لا هم دوام لري.

هغه د مړو شمېر ۲۴ تنه ښودلی او ویلي یې دي، چې په فابریکه کې د خوندیتوب د لارښوونو د پلي کېدو څرنګوالی به وڅېړل شي او د شرکت اجرائیوي رییس به د ځواب ویلو لپاره احضار شي.

ځايي چارواکي وايي، له دې مرګونې اورلګېدنې وروسته ۲۹ کسان ژوندي موندل شوي، چې پنځه یې په روغتون کې بستر دي. د ژغورنې ډلې تر اوسه د جسدونو د پاتې شونو ۲۴ کڅوړې له سیمې څخه را ایستلې دي.

د ځايي پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي، چې د اورلګېدنې شدت د قربانیانو پېژندنه د ظاهري بڼې له مخې ناممکنه کړې ده. له همدې امله، د هغوی له خپلوانو څخه د ډي‌اېن‌اې نمونې اخیستل پیل شوي او ښايي دا بهیر څو اوونۍ وخت ونیسي.

دغه اورلګېدنه د شنبې په ماښام (د لړم ۳۰مه) د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته نږدې، د بانتن ولایت په چیکانده سیمه کې د «پي‌ټي فونوسا اګونګ مولیا» شرکت د فابریکې په یوه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.

اقبال د لومړنیو څېړنو په یادولو سره ویلي، چې د هوا د سړولو (ایرکنډېشن) په وسیله کې د برېښنايي اتصال ستونزه د پېښې یو احتمالي لامل کېدای شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته