د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو پر مهال دوه تېلوړونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلې او چاودېدلې دي.
د سپاه پاسداران د سمندري ځواک عامه اړیکو دفتر نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بېړۍ د هرمز تنګي په جنوبي او ختیځو ساحلي سیمو کې له «غیرمجازې لارې» تېرېدې.
د خبرپاڼې له مخې، د سمندري ماینونو له چاودنې وروسته د دواړو بېړیو د ماشینخونو برخې اور اخیستی دی.
له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې د ایران سپاه پاسداران نږدې هره ورځ د هرمز تنګي په اوبو کې له سمندري ماینونو سره د تېلوړونکو بېړیو د لګېدو او چاودېدو خبرونه خپروي؛ خو د دې ادعاوو ټول جزئیات د خپلواکو سرچینو له لوري نه دي تایید شوي.
په همدې حال کې، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز، چې په سیمه کې د بېړیو تګ راتګ څاري، ویلي چې ځینې تېلوړونکې بېړۍ د توغندیو یا نورو الوتونکو توکو د لګېدو له امله زیانمنېږي. د دغه مرکز په وینا، احتمال شته چې ځینې دغه بریدونه د ایران له لوري د توغول شویو بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي وي.
