ثمر هارون بلور: له افغانستان سره ټولې لارې تړلې پاتې کېږي



د خیبر پښتونخوا د والي سلاکاره ثمر هارون بلور وايي، له افغانستان سره ټولې تړلې لارې او دروازې به تر هغه وخته بندې پاتې وي، څو د هغې په وینا، د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ په اړه خبرې نه وي شوې.

نوموړې وايي، پاکستان نه غواړي د خپل ولس د سرونو په بیه له افغانستان سره سوداګري وکړي او ټینګار کوي چې طالبان باید د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ ودروي.

ثمر هارون بلور زیاتوي، د پاکستان امنیتي اندېښنې باید جدي ونیول شي او د طالبانو حکومت باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د هغې په وینا، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو موضوع د ترهګرۍ او امنیتي ستونزو له حل سره تړلې ده.

نوموړې دغه څرګندونې له افغان حکومت سره د پاکستان د اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د تړل کېدو په اړه په یوه مرکه کې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې وروسته، د دواړو هېوادونو د سرحدي نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو په دوام کې وتړل شوې. د دغو نښتو پر مهال دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله واوښته او د تورخم، سپین بولدک او یو شمېر نورو سرحدي لارو له لارې سوداګري او تګ راتګ ودرېد.

پاکستان د لارو د تړل کېدو لامل امنیتي اندېښنې او د ټي ټي پي فعالیتونه بولي او ادعا کوي چې دغه ډله د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي؛ خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرۍ، ټرانسپورټ او د سرحدي سیمو پر اوسېدونکو هم منفي اغېز کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته