د کونړ د چاودنې د مرګ‌ژوبلې تازه شمېرې؛ لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت په مرکز کې «یوه ښوونځي ته نږدې» د چاودنې د مرګ‌ژوبلې نوې شمېرې خپرې کړې او ویلي یې دي، چې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.

دغه چاودنه نن (شنبه، د لېندۍ ۷مه) د سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کونړ ولایت مرکز اسعداباد ښار د «اندرسیر» په سیمه کې شوې ده.

د طالبانو چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې په دې چاودنه کې اووه زده‌کوونکي وژل شوي او ۹۹ نور ټپیان دي.

خو یوې سیمه‌ییزې سرچینې د اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۱۲۶ نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، د دې چاودنې ډېری قربانیان د شپږم ټولګي او تر هغه ټیټو ټولګیو زده‌کوونکي دي، چې نجونې هم پکې شاملې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې، دغه چاودنه ښوونځي ته نږدې د یوه کان‌کیندنې شرکت د چاودېدونکو توکو په زېرمتون کې شوې او لامل یې «غفلت او بې‌احتیاطي» وه.

قانع د کور د مالک او په دغه کور کې د چاودېدونکو معدني موادو د ساتلو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

خو یوې سیمه‌ییزې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې په دغه کور کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) یو غړی اوسېده او چاودېدونکي توکي یې هلته ساتل.

سرچینې د دغه غړي د هویت او دې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، چې نوموړی هم په چاودنه کې وژل شوی که نه.

کونړ د افغانستان له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. په دې ولایت کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د غړو د فعالیتونو په اړه څو ځله راپورونه خپاره شوي دي.

پاکستان هم په افغانستان کې له طالبانو سره د نښتو پر مهال څو ځله د کونړ ولایت بېلابېلې سیمې بمبار کړې دي او ادعا یې کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک اړوند غړي او تاسیسات یې په نښه کړي او له منځه وړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته