په روزګان ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، طالبانو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ملا عبدالغني برادر له لوري د یوه جومات د پرانیستې د مراسمو د انځورونو او ویډیوګانو د خپرولو په تړاو پنځه خبریالان نیولي او ترې پوښتنې ګروېږنې کړې دي.
د سرچینو په وینا، دغه خبریالان نن (شنبه، د لېندۍ ۷مه) د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې د کارکوونکو له لوري نیول شوي وو او تر شاوخوا ۱۰ ساعتونو پوښتنو ګروېږنو وروسته بېرته خوشې شول.
په نیول شویو خبریالانو کې احمدشاه جواد، احسانالله ولسمل، بریالی بریال منګل، سمیعالله رحماني او بریالی انصاري شامل دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یو جامع جومات پرانیست. یاد خبریالان د طالبانو له لوري د دغه جومات د پرانیستې مراسمو د خبري پوښښ لپاره وربلل شوي وو.
طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر په قانون کې د ژوندي ساهلرونکو د انځورونو خپرول منع کړي او تر اوسه یې دغه محدودیت د افغانستان په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې عملي کړی دی.
