د خوړو نړیوال پروګرام پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د زده کړو په نړیواله ورځ نړۍ ته یادونه کوي، چې په ښوونځیو کې د زده کړو لپاره خواړه اړین دي.
د حکومت تر پاشل کېدو وروسته نه يوازې کتاب د ځوانانو د تشخص او هويت نښه نه ده بلکې ځينې کتابونه جنجال پاروونکي دي او د نيول کېدو لامل کېږي.
طالب مسوولین زیاتوي، د دغه ښوونیز مرکز ودانۍ تېره ورځ (شنبه، ۲۰ د لړم) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ورسره سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو ښه چاپیریال برابر شوی دی.
رافیلا نن (شنبه، ۲۹ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه د دې خبر په اعلان سره ليکلي، چې په افغانستان کې د ښوونځيو د تغذيې پروګرام په ښوونځي کې د نومليکنې او شاګردانو له حاضرېدلو سره هم مرسته کوي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د قلفک ابتدايه ښوونځي ښوونکي وایي، ماشومانو ته تر خيمو لاندې تدريس کوي او په خبره يې چې د هوا ګرميدو سره اوس دوی له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوي.
د کامدېش ولسوالۍ ځايي خلک د زده کوونکو شکایتونو ته قوت ورکوي او وايي، چې د ښوونځیو د ناسم چاپېریال له امله زده کوونکي نه شي کولای، چې هر مهال خپلې زده کړې مخته بوځي.
د زدهکوونکیو کورنۍ هم د ښووونکو کمښت د اندېښنې وړ بولي او وایي، که چېرې یاده ستونزه حل نه شي، ښایي خپل اولادونه نورو ځایونو ته تبدیل کړي.
د معلوماتو له مخې په کندهار کې د محلي ټولګیو شمیر نږدې ۱۴ سوو ته رسیده، چې شاوخوا ۴۰ زره ماشومانو ( نجونې او هلکان) ته د ۱۴۰۰ ښوونکو له لوري زده کړې ورکول کیدې.
د دوآب ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي بسم الله د نورستان له ولایتي او مرکزي ادارو غوښتنه کوي، چې په دغې ولسوالۍ کې دې د مسلکي ښوونکو تشې ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې د شته ستونزو د حل په موخه رښتیني ګامونه واخلي.
ختیځ نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ د یوه ښوونځي زده کوونکی علي وایي، ښوونځی یې سرپنا، کړکۍ او دروازې نه لري او په ډیرو ستونزو سره زده کړې کوي.