کونړ او نورستان کې د زده کړو د ټیټ کیفیت او د طالبانو له لاسوهنې د زده کوونکو شکایت

په کونړ او نورستان ولایتونو کې زده کوونکي په پوهنیز بهیر کې د طالبانو له لاسوهنې، د زده کړو له ټیټ کیفیت او د طالبانو د مسوولو چارواکو له ناسم چلند شکایت کوي.

زده کوونکي وايي، له کله راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، دغې ډلې په یادو ولایتونو کې عصري زده کړو ته پاملرنه کمه کړې، چې په باور یې دغه چاره به د نوي نسل راتلوونکی له تیارو سره مخ او که دوام وکړي د عصري زده کړو له کتاره به ووځي.

دوی زیاتوي، چې یوویشتمه پېړۍ د فکري پراختیا، تمدن او پرمختګونو دور دی او غوښتنه کوي، چې طالبان دې په دې برخه کې د خنډ جوړولو پرځای مناسب فرصتونه رامنځته کړي.

د کونړ د مرکز اسعد آباد د عمراخان عالي لېسې  د دولسم ټولګي زده کوونکی ولي محمد ادعا کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د یادې لېسې تدریسي مدیر تبدیل او پرځای یې یو طالب پلوی مدیر ګمارل شوی، چې د زده کوونکو د ستونزو حل لپاره کار نه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې یې عملي زده کړو ته پاملرنه کمه شوې، چې له امله یې د زده کوونکو ظرفیت نیم په نیمه ټیټ شوی دی.

هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «جمهوریت کې ښه و، هفته کې راته یوه ورځ د لېسې په لاربراتوار کې عملي زده کړې راکول کېدې، خو کله چې امارت راغلی په میاشت کې هم عملي زده کړې نه وینو، دا ځکه چې پخوانی مدیر مو بدل شوی او اوسنی د طالبانو د نظام سړی دی، انګلېسي او کمپیوټر ته یې هم خاص پام نشته، ټول تاکید یې په دیني مضامینو دی، مونږ خو الحمدالله مسلمانان یو، دیني تعلیم هم لرو، ټولو شاګردانو مدرسو او جوماتونو کې دیني تعلیم کړی، باید چې مکتب کې کمپیوټر او انګلېسي ته ډېر پام وشي؛ ترڅو له مکتبه تر فراغت وروسته خپلو د خوښې پوهنځیو ته لاره پیدا کړو.»

د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې د عمرا خان لېسه

کونړ کې زده کوونکي دغه راز د ښوونځیو د سرپناه د نشتوالي او د نورو درسي توکو له کمښت هم سر ټکوي.

د دغه ولایت د وټه پور ولسوالۍ د ګمبیر سیمې د کټار لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی شاهدالله وايي، نه یوازې دا چې ښوونځی یې ودانۍ نه لري، بلکې دا لېسه د کتابونو، قرطاسیې، فرشونو او نورو درسي توکو له کمښت سره هم مخ ده، چې دوی ته یې جدي ستونزې پیدا کړي.

د هغه په خبره؛ دغه لېسه د غره په لوړه برخه کې فعاله ده، چې د سړک د خرابوالي له امله د دوی ورتګ له خطرونو سره مل دی او نیوکه کوي، چې تر اوسه یې د سړک د جوړونې په موخه کوم ګام نه دی پورته شوی.

شاهد الله وویل: « کله چې باد او باران وي، نو زمونږ مکتب رخصت وي، ځکه چې مونږ د مکتب لپاره سرپناه نه لرو، نو زمونږ کتابونه او جامې لمدېږي درس نه شو ویلی، که چېرته زمونږ مکتب تعمیر درلودلی مونږ به هم په باد او باران او هم په سړه هوا کې خپلو درسونو ته دوام ورکولی.»

د کونړ د وټه پور ولسوالۍ د ګمبیر سیمې د کټار لېسې زده کوونکي چې پرته له کومې سرپناه تر شنه آسمان لاندې زده کړو ته ناست دي. انځور: خواله رسنۍ

په همدې حال کې د نورستان په یو شمېر سیمو کې هم د ښوونخیو زده کوونکي شکایت کوي، چې طالبانو په ګڼو ښوونځیو کې د پخوانیو استادانو پر ځای طالب پلوه ملایان ګمارلي، چې د دوی پر زده کړو یې ژورې منفي اغېزې کړي.

د نورستان واما ولسوالۍ د کامګل ښوونځي زده کوونکي وايي، چې د درسي خونو، قرطاسیې، کتابونو، د ښوونځي احاطه او د مسلکي استادانو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې زده کوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د طالبانو له رژیم په دې برخه کې د لازمو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي.

د یاد ښوونځي زده کوونکی احمد شاکر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د مکتب درسي اطاقونه مو کم دي، زیات شاګردان آزاده فضا کې ناست وي، چې د باد، باران او یخنۍ په موسم کې رخصت کوي، مسلکي استادان هم نشته، څوک دولسم پاس دی، څوک څوارلسم پاس، لېسانس بېخي شته نه دی، مشکلات زیات دي، زمونږ له اوسني حکومت دا غوښتنه ده، چې د تعلیم لپاره توجه وکړي.»

بل لور ته نورستان کې د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي بیا په ښوونځیو او د پوهنې په اړوندو ادارو کې د طالبانو له لوري د نویو ګمارل شویو مسوولینو له ناسم چلند شکایت کوي.

د نورستان د مرکز پرونس لېسې یو ښوونکی چې نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې لېسې طالب پلوه مدیر یې پر وړاندې ستونزې جوړوي، چې په وینا یې په ځلونو یې د طالبانو پوهنې ریاست ته شکایتونه کړي، خو تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده ورکړې.

دغه ښوونکي وویل: « زما دولس کاله کېږي، چې دې ښوونځي کې استادي کوم، پخوا هېڅ ستونزه نه وه، خو له کله چې د طالبانو حکومت راغلی ستونزې راته جوړېږي، کله راته مریر وايي، چې تا د تېر نظام پرمهال وظیفه کړې او باید اوس وظیفه پرېږدې، کله راته وايي، چې ږیره دې اوږده کړه، لونګۍ پر سر کړه، کله یو شی پلمه کوي کله بل شی پلمه کوي.»

د نورستان د واما ولسوالۍ د برکلي لومړنی ښوونځی، چې زده کوونکي یې د درسي خونو او نورو درسي توکو له کمښت شکایت کوي. انځور: خواله رسنۍ

موږ هڅه وکړه، چې کونړ او نورستان کې د زده کوونکو او ښوونکو د ادعاوو، ستونزو او شکایتونو په تړاو د یادو ولایتونو د پوهنې ریاستونو لپاره د طالبانو د رییسانو نظرونه هم ولرو، خو له دوامدارو هلو ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

کونړ او نورستان د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دي، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې ګڼ ښوونځي د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د جګړو مرکزونه ګرځېدلي وو، چې له امله یې د ډیری  ښوونځیو ودانۍ وېجاړې شوې دي.