ننګرهار کې ماین چاودنې دوه زده کوونکي وژلي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايی سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د یو پخواني ماین په چاودنه کې دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د منصور احمد په نامه د سیمې یو اوسیدونکی وایي، دا پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ٢٩ د کب) ماسپښین ۰۳:۳۰ بجې د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، دغه ماشومان یو یې محمد رضا چې ١١ کاله عمر یې درلوده او د شپږم ټولګي زده کوونکی او بل یې نوراکت ١٣ کلن و، چې د اتم ټولګي زده کوونکی و.

د هغه په خبره دغه زده کوونکي له ښوونځي کور ته پر لاره وو، چې یو ناچاوده ماین یې موندلی او بیا پر ډبره ټکولی چې په همدې ترڅ کې یې چاودنه کړې او دواړه په کې وژل شوي دي.

په ورته مهال ننګرهار کې طالب چارواکي هم دغه ولایت کې د ناچاوده مرمیو شتون څخه اندېښنه ښيي او له خلکو غواړي چې د مشکوکو مواردو په لیدو سره دوی په جریان کې کړي، ترڅو د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.