نورستان کې د ښوونځیو زده کوونکي شکایت کوي، چې د دغه ولایت په مرکز او لېرې پرتو ولسوالیو کې ښوونځي ودانۍ او سرپناه نه لري، چې له امله یې د دوی د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.
نورستانیان وایي، چې نه د جمهوري نظام پرمهال او نه د طالبانو په څه باندې درې کلنې واکمنۍ کې د دوی په سیمو کې د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا لپاره کار شوی، چې دې چارې د زده کوونکو پر راتلوونکي منفي اغېز کړی دی.
په ورته وخت کې د نورستان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین په دې ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو او سرپناه ستونزه مني او وایي، هڅه کوي چې د مرستندویه ادارو پر مټ د یو شمېر ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې په دې ولسوالۍ کې له کلونو راهیسې ډېری ښوونځي ودانۍ او سرپناه نه لري، چې زده کوونکو ته یې د زده کړو په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړي.
د نورګرام ولسوالۍ د تیتین درې اوسېدونکي میر هاشم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «نورګرام ولسوالۍ کې زیات مکتبونه تعمیر نه لري، بعضې چې تعمیر لري، احاطه نه لري، درسي اطاقونه یې کم دي، بعضې خېمې لري؛ خو هغه هم شلېدلې دي او د باد ـ باران په وخت کې څڅېږي، ډېر زیات پشنهادونه مو کړي، خو نه په شل کلن جمهوریت کې زمونږ مشکلات حل شول او نه د طالبانو په درې کلن نظام کې مو مشکلاتو ته رسیده ګي وشوه.»
د دې ولسوالۍ د «ودحو» ښوونځي زده کوونکي هم د خپل ښوونځي لپاره د ودانۍ او سرپناه له نشتوالي سرټکوي او زیاتوي، چې له مودو راهیسې ورسره د ودانۍ د جوړونې په موخه ژمنې کېږي؛ خو په خبره یې تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.
د دې ښوونځي زده کوونکي وايي، د ودانۍ سربېره د درسي توکو او مسلکي ښوونکو له کمښت سره هم مخامخ دي، چې له امله یې د دوی درسي بهیر له ستونزو ډک دی.
د ودحو ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکې سمیره له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «زمونږ مکتب وړوکی تعمیر لري؛ خو د اطاقونو سرونه یې پټ نه دي، دېوالونه یې بېرته په خرابېدو دي، کتابونه، کتابچې او قلمونه هم نه لرو، استادان مو هم مسلکي نه دي، زیاتره دولسم پاسان دي او لږ لږ څوارلسم پاسان دي، حکومت [طالبان] باید زمونږ مشکلات حل کړي.»
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د «ودحو» ښوونځي زده کوونکې، چې تر شنه آسمان لاندې پر زده کړو بوختې دي. انځور: خواله رسنۍ
بل لور ته د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي هم نیوکه کوي، چې ښوونځي یې ودانۍ او سرپناه نه لري، چې له امله یې زده کوونکي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، نامناسب چاپېریال، د مسلکي ښوونځیو کمښت او د ښوونځیو سرپناه نشتوالي یې پر زده کړو منفي اغېز کړی دی.
د پارون د څڅوم ګډ لومړني ښوونځي زده کوونکی بلال له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د خپل ښوونځي د ستونزو په اړه وویل: «زمونږ مکتب تعمیر نه لري، د باد، باران او واورو په وخت کې بېرته خپلو کورونو ته ځو، درسونه رانه پاتې کېږي، استادان مو هم لېسانس نشته، ځېنې دولسم پاس او ځېنې ۱۴م پاس دي، مونږ ته باید د درس لپاره منظم ماحول برابر شي، چې اینده کې ډاکټران او انجینران شو.»
د دې ښوونځي ښوونکي هم مني، چې د ودانۍ، سرپناه او د زده کړو لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالي د زده کوونکو پر وړاندې درسي بهیر اغېزمن کړی دی.
دوی د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کوي، چې له تېرو درېو کلونو راهیسې ورسره د ودانۍ د جوړولو ژمنې کېږي؛ خو په خبره یې د دوی له پرله پسې شکایتونو وروسته هم دې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې.
د څڅوم ګډ لومړني ښوونځي استاد شېر نواب (مستعار) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ په جمهوري نظام کې هم څو ځلي شکایتونه کړي وو، چې دا تعمیر باید جوړ شي؛ خو هغه وخت جوړ نه شو، طالبان چې واک ته رسېدلي څلور ځلې یې راسره وعده کړې، چې جوړوو یې، خو تر اوسه جوړ نه شو، نورستان کې چې د مکتبونو لپاره تعمیر نه وي، د باد، باران او واورو پر وخت تدریس بېخي ناممکن دی، زمونږ غوښتنه دا ده، چې باید طالبان او موسېسات دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
په همدې حال کې د نورستان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین هم مني، چې په دې ولایت کې د ښوونځیو د ودوانیو او سرپناه نشتوالي له امله زده کوونکي له ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، هوډ لري چې روان کال د مرستندویه ادارو په همکارۍ په دغه ولایت کې د ۵۲ هغو ښوونځیو ودانۍ ورغوي، چې له مودو راهیسې نیمګړې پاتې دي.
د نورستان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي تاج محمد مطمئن وايي: «مونږ تېر کال د نورستان مرکز او ولسوالیو کې د ۱۹ ښوونځیو تعمیرونه ترمیم کړي او پلان لرو، چې د موسېساتو په همکارۍ د ۵۲ ښوونځیو چې ودانۍ او سرپناه یې نیمګړې دي ورغوو، چې له دې سره به تر یو بریده د زده کوونکو ستونزې کمې شي.»
د نورستان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۱۴ ښوونځي شتون لري، چې په کې ۴۱ زره او ۱۱۸ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له جملې یې ۱۷ زره او ۲۱۸ نجونې او پاتې نور یې هلکان دي.