انځور: استول شوی

ویجاړ ښوونځي او د زده کړو ټیټ کیفیت؛ ارزګان کې ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

ارزګان کې د یو شمیر دولتي ښوونځيو زده کوونکي شکایت کوي، چې په تېرو جګړو کې دغلته د ښوونځیو ودانۍ ویجاړې شوي او دا مهال نه یوازې دا چې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي بلکې د خوندې چاپیریال نشتون له کبله یې د زده کړو کیفیت هم خراب شوی دی.

د معلوماتو له مخې ارزګان کې دا مهال ۲۵۸ دولتي ښوونځي شتون لري، چې په کې ۶۷ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او ۸۸ زره ماشومان بیا هیڅ ډول زده کړو ته لاسرسی نه لري او نه ورته تر اوسه د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست رییس شمس الله کامران وایي، چې په دې ولایت کې د ۲۵۸ ښوونځیو له جملې څخه ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

نوموړي وويل: «موږ په ارزګان ولايت کې د ۲۵۸ دولتي ښوونځيو له جملې څخه ۱۰۰ يې ودانۍ نه لري او ماشومان تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي.»

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د نچين سيمې ويجاړ ښوونځی

په همدې حال کې هغه ماشومان چې تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي وایي، چې ښوونځي یې ویجاړ شوي او اوس د ژمي او اوړي په موسمونو کې د خوندي چاپیریال نشتون له کبله له ستونزو سره مخ وي.

د مرکز ترینکوټ اړوند د «یکنلګي» سیمې د ښوونځي یو زده کوونکی رضوان وایي، چې په لېرې پرتو سیمو کې ماشومان د ښوونځي نشتون له کبله زده کړو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي وویل: «که چيرې لېرې پرتو سيمو ته ورشئ هلته ټول ماشومان له زده کړو څخه پاتې دي زده کړې يې نه دي کړي ځکه هلته ښوونځی نشته او که شته هم هغه ډول نه دی جوړ څه ډول چې اړتيا ده.»

د دې ولايت په نچين سيمه کې د يوې عالي لېسې زده کوونکی قدرت الله وایي، چې ښوونځی يې په تيرو جګړو کې ويجاړ شوی او دا مهال زده کوونکي له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړی زیاتوي: «د ودانيو نشتون زموږ د ماشومانو پر زده کړو ډير منفي تاثير کوي ځکه ژمی راځي دوبی راځي په کار داده چې څومره عاجل کېږي باید زموږ لپاره ښوونځی جوړ شي.»

بلخوا د ارزګان د پوهنې رياست لپاره د طالبانو مسوولين وايي، دوی خپله دومره وس نه لري چې ویجاړ ښوونځي جوړ کړي، خو د یو نړیوالو بنسټونو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

د ارزګان د پوهنې رییس شمس الله کامران په دې اړه وویل: «موږ د ښوونځيو د رغيدو په برخه کې د يونيسف محترمې ادارې څخه د مرستې غوښتتنه کړې او هېله لرو چې زموږ سره  په دې برخه کې مرسته وکړي.»

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د خانقې سیمې ویجاړ ښوونځی

دغه راز د ارزګان یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې د دولتي ښوونځیو د زده کړو کیفیت ټیټ او یوازې په ماشومانو وخت تیروي، نو ځکه خو دوی مجبور شوي چې خپل ماشومان په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي.

د دې ولایت یو اوسيدونکی حاجي محمدصادق د دولتي ښوونځیو د درسي بهیر په اړه داسې وویل: «د دولتي ښوونځيو کيفيت ښکته دی هغه ډول چې اړتيا ده زده کړې نه په کې ترسره کېږي ما خپل ۳ اولادونه په يو خصوصي ښوونځي کې داخل کړي ځکه دولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ په تدريس کې ډير زيات توپیر دی.»

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولين هم منې چې د دې ولایت په دولتي ښوونځيو کې د درسي بهیر کیفیت ښکته دی، خو زیاتوي چې هڅه کوي ترڅو د ټولو ښوونځيو درسي کیفیت باندې کار وکړي.

د طالبانو د پوهنې ريیس په دې اړه وویل: «د وزارت څخه د ښوونځيو کیفيت ته ډيره پاملرنه شوې موږ به د خالي بستونو لپاره څو ورځې وروسته ازموينه واخلو د دغې ازموينې څخه مو هدف همدغه دی چې په دولتي ښوونځيو کې د زده کړو کیفيت ښه شي هغه بستونه چې اوس يې نمايشي امتيازات وځي او ياهم خالي دي هغه به ټول ډک شي.»

له دې ورهاخوا ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رییس څه موده وړاندې په يوې غونډه کې ويلي و، چې په دې ولايت کې يوازې ۳۰ سلنه ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري او پاتې ۷۰ سلنه ماشومان د بېلابېلو  لاملونو له امله له زده کړو څخه بې برخې پاتې دي.