Photo: UNICEF Afghanistan

یونيسف د افغانستان د ښوونځیو ۵.۷ ميليونه زده کوونکو ته د درسي کتابونو د وېش خبر ورکړ

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) وایي، چې د تېر ميلادي کال پر مهال د افغانستان په دولتي ښوونځيو کې ۵.۷ ميليونه زده کوونکو نوي درسي کتابونه ترلاسه کړي دي.

دې بنسټ نن (يکشنبه، ۲۲ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې په ټول هيواد کې زده کوونکو ته زده کړييز مواد او درسي کتابونه برابروي.

اوس مهال هلکان او تر شپږم ټولګي ښکته نجونې ښوونځيو ته ځي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده کړو او تحصيل بنديز لګولی دی.

اوس مهال د افغانستان په ښوونځيو کې د شته زده کوونکو شمېر نه دی معلوم، خو د افغانستان پخواني حکومت د دې هيواد په ښوونځيو کې د ټولو زده کوونکو شمېر ۹.۷ تنه اعلان کړی وو.

بل اړخ ته ويل کېږي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نيمايي ښځينه ښوونځيو تر تړل کېدو وروسته په ښوونځيو کې د هلکانو شمېر هم کم شوی دی، د طالبانو تر مديريت لاندې انيس ورځپاڼې د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د دې ډلې د پوهنې وزارت په وينا د معارف د زده کوونکو شمېر تر ۱۰ ميليونه او ۵۰۰ زرو زيات ښودلی وو.