اړمنې کورنۍ که څه هم پر شویو مرستو خوښې دي، خو وایي دا مرستې یې اقتصادي اړتیاوې نه شي پوره کولی او غوښتنه کوي چې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې له دوی سره په روان ژمي کې خپلې مرستې لا زیاتې او دوامدارې کړي.
د لغمان د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال بانک په مالی مرسته د دغه ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې له ٤٦ بې وزله ، کونډو او بی سرپرسته کورنیو ته د لس-لس زره افغانيو معادل خوارکي توکي ویشل شوي دي.
هلمند ته راستون شوی عبدالصمد چې د خپلې ۹ کسيزې کورنۍ سره د يو ملي سوداګر په پنډغالي کې اوسيږي وايي، چې د دوی اړتياوې زياتې، خو مرستې ورسره کمې شوې دي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري مظفر خان مخلص وايي، دغه مرستې د (HNTPO) موسېسې له لوري شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) ووېشل شوې.
«بيخي ستړې يمه د خپل ژوند څخه په تنګه شوې يمه زه حيرانه يمه چې په دغه خپلو اولادونو څه وکړم د خوراکي توکو مرستې دې راسره وکړي چې اولادونه مو له لوږې مړه نه شي.»
No More Content