هلمند ته له پاکستان راستانه شوي افغانان په ژمي کې خپل برخلیک ته اندیښمن دي

اطلاعات روز: هلمند ته له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ وایي، له دغه هیواد په داسې حال کې راشړل شوي چې د ژوند تیرولو هیڅ نه دي ورپاتې او اوس ژمي ته اندیښمن دي، چې څنګه به خپلو ماشومانو ته خواړه او نورې اسانتیاوې برابروي.

علي جان چې د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسيدونکی دی او لس کاله یې په پاکستان کې د مهاجرت شپې سبا کړي، وایي، پاکستاني پولیسو خالي لاس هیواد ته راشړلی او هیڅ نه دي ورپاتې چې دلته پرې د ژوند چارې پرمخ یوسي.

نوموړی زیاتوي، د ژمي په رارسيدو سره د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ او نورو اسانتياوه برابرولو ته انديښمن دی او په وينا یې څه ډول چې دوی اړتيا لري هغه ډول ورته پاملرنه نه ده شوې.

نوموړي وویل:«هغه مرستې چې دلته په افغانستان کې راسره شوي ټولې په کرايو کې راڅخه لاړې او مرستو ته اړتيا لرو ژمی راځي موږ هيڅ شی نه لرو باید دومره مرستې راسره وشي چې موږ تردغه ژمي ووځو.»

په دې ولایت کې یوشمیر نورې راستنې شوې کورنۍ هم له ورته ستونزو سر ټکوي وایي، که په ژمي کې ورسره لازمې مرستې ونه شي، نو د مرګ له ګواښ سره به مخامخ شي.

هلمند ته راستون شوی عبدالصمد چې د خپلې ۹ کسيزې کورنۍ سره د يو ملي سوداګر په پنډغالي کې اوسيږي وايي، چې د دوی اړتياوې زياتې، خو مرستې ورسره کمې شوې دي.

هغه د طالبانو له حکومت او نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو غوښتنه کوي چې په ژمې کې دې له دوی سره د خوراکي توکو او کورونو ګرمولو په برخه کې مرستې وکړي.

هغه وويل:« پنجابیانو ډير ظلم راسره وکړ زموږ مالونه يې راڅخه واخیستل، هيڅ شی نه دي راته پاتې، باید موسېسات او حکومت زموږ سره دومره مرستې وکړي چې دغه ژمی ورباندې تېرکړو.»

ورته مهال هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې دوی د راستنیدونکو کډوالو لپاره لنډمهالي پنډغالي جوړ کړي او هڅې یې پېل کړي ترڅو په کافي اندازه مرستې ورسره وکړي.

د دې ولايت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې تراوسه هلمند ولايت ته د سپین بولدک او بهرامچي ولسوالۍ له لارې ۷۰۰ کورنۍ راستنې شوي، چې دوی د هرې کورنۍ سره ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ ويلي، چې له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو ایستل دا ګواښ رامنځته کوي چې د افغانستان روان بشري ناورین نور هم پراخ شي.