په ننګرهار او لغمان کې له ٢٨٤ مېرمنو سره د چرګانو د روزنې او خوراکي توکو مرستې وشوې

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې دغلته له بې سرپرسته او اړمنو کورنیو سره د چرګانو د روزنې او خوراکي توکو مرستې شوې دي.

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې له لوري د دغه ولایت په چپرهار، کوز کونړ او روداتو ولسوالیو کې ٢٠٠ بې سرپرسته مېرمنو ته د چرګانو د روزنې فارمونه جوړ شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ریيس مولوي عبدالستار محمد وایي، چې یادو اړمنو مېرمنو ته نن (پنج شنبه، ٧ د مرغومي) د چرګانو د روزنې وسایل هم ورکړل شول.

د هغه په خبره هرې مېرمنې ته د چرګانو د روزنې په موخه ٣٠ کورنۍ چرګې ٧٥ کېلو د چرګانو دانه، درمل او د فارمونو نور اړین وسایل وویشل شول.

نوموړی وایي، له دې وړاندې هم د (FAQ) موسېسې له لوري د دغه ولایت په سره رود، کامې او بټي کوټ ولسوالیو کې ۱۵۰۰ بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو ته د چرګانو روزنې فارمونه جوړ شوي وو، چې یې موخه د بې سرپرسته مېرمنو اقتصادي ځان بسیاینه ده.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رياست په هڅو د اسلامیک ریلیف موسېسې په مالي مرسته د بټي کوټ ولسوالۍ په «جانیخېلو» سیمه کې ۳۸ تنه ښځینه‌وو ته د کوچني کاروبار او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د چرمه دوزۍ او خیاطۍ اړوند وسایل ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د لغمان د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست په همغږۍ او د نړیوال بانک په مالی مرسته د دغه ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې له ٤٦ بې وزله ، کونډو او بی سرپرسته کورنیو ته د لس-لس زره افغانيو معادل خوارکي توکي ویشل شوي دي.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه مرستو کې هری کورنۍ سره ١٠٠ کیلو اوړه، ١٦ لیټره غوړي ، ٢٥ کیلو سیله وریجې ، ١٠ کیلو لوبیا، ٨ کیلو بوره، ٧ کیلو مالګه، ٤٠ کلچي صابون او دوه کیلو شین چای شامل وو.

په همدې حال کې هغه میرمنې چې یادې مرستې يې ترلاسه کړي خوښي څرګندوي او له نړيوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، ترڅو ورسره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه