ارزګان کې بې سرپرسته کورنۍ د ژمي په رارسیدو سره د دوی وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کوي

ارزګان کې بې سرپرسته او اړمنې کورنۍ وایي، چې د ژمي په رارسیدو سره یې اقتصادي حالت نور هم خراب شوی، چې له امله یې د ژمي اړینو خوراکي او نورو توکو ته لاسرسی نه لري او په سخت خالت کې سړې شپې تیروي.

بي بي امینه چې د خپلو پنځو اولادونو سره د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې په يوه زاړه کور کې ژوند کوي، وايي چې د خوراک او پوښاک لپاره هيڅ نه لري او په وينا يې که په روان ژمي کې یې څوک لاس نیوی ونه کړي، نو ويره لري چې خپل اولادونه به له لاسه ورکړي.

نموړې زیاتوي، چې د نورو کلونو په پرتله سږکال ورسره بشري مرستې کمې شوي او هم اړينو توکو ته د دوی لاس رسی سخت شوی دی.

هغې وویل:« زه نه شم کولای چې دغه يتمان وساتمه اوس په مرګ زه خپل او د خپلو يتیمانو راضي يمه زما دغه يو يتيم عمليات دی ناروغه دی يو پښتورګی يې نشته يوه دانه عاريضه ده دغه دوې مياشتي کېږي په ولايت مقام کې پرته، دوه منه غنم یې نه دي راکړي زموږ ژوند بيخي ډير سخت دی د دغه نظام تر راتګ وروسته موږ په رواني ناروغۍ د بې وزلۍ څخه اخته شولو.»

بې سرپرسته کورنۍ وایي، د ګټې وټې څوک نه لري او ټوله تکیه یې په بشري مرستو ده

په دې ولايت کې ګڼ شمير نورې اړمنې کورنۍ هم د خپل اقتصادي وضعيت څخه کړيږي او غوښتنه کوي چې په روان ژمي کې یې باید لاس نيوی وشي.

ساميه يوه بله هغه ميرمن ده چې خاوند يې کلونه وړاندې په جګړو کې وژل شوی او د اته اولادونو سرپرستې اوس دې ته ورپاتې او په ډیرو ستونزو یې ساتنه کوي.

نموړې وایي، د ګټې وټې څوک نه لري او ټوله تکیه یې په بشري مرستو ده، چې هغه یې هم په ټول کال کې دوه ځله ترلاسه کړې او نور ورسره چا مرسته نه دې کړې. هغه له طالب چاوراکو غوښتنه کوي، چې د دوی لاسنیوې دې وکړي.

هغې وویل: «بيخي ستړې يمه د خپل ژوند څخه په تنګه شوې يمه زه حيرانه يمه چې په دغه خپلو اولادونو څه وکړم د خوراکي توکو مرستې دې راسره وکړي چې اولادونه مو له لوږې مړه نه شي.»

بلخوا د ارزګان په ترينکوټ ښار کې هغه کسان چې د کار روزګار په لټه هره ورځ ناست وي هم روان اقتصادي وضعیت ته اندیښمن دي او وایي، چې هیڅ کار روزګار ورته نه پیدا کېږي.

سردارولي او غلام صدیق هغه دوه کاریګر دي چې هره ورځ ترینکوټ ښار ته په مزدورۍ پسې راځي، خو په وینا یې، چې مزدوري ورته نه پیدا کېږي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی د ستونزو حل په موخه دوی ته کار پیدا او په روان ژمي کې دې ورسره مرستې وکړي.

سردارولي وویل:«يو دوې ورځې کار وکړو هغه چې وخورو بیا وږي تږي ګرځو د حکومت څخه مو دغه غوښتنه ده چې يو ځای رامعلوم کړي يو کار راته معلوم کړي مرسته راسره وکړي.»

غلام صديق بیا زیاتوي: «۱۳ تنه اولادونه زه لرم اړتيا خو مې ډيره زياته ده، ژمی راغلی بوټي غواړي او نور د سوځولو توکي غواړي باید زموږ سره مرستې وشي.»

ارزګان کې د مرستو اخیستلو په موخه راټول شوي کسان

ورته مهال ارزګان کې طالب مسوولین هم مني چې خلک بې کاره او له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي، خو په خبره یې چې د دې وضعیت د ښه کولو لپاره یې هڅې روانې کړې دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس قاري اغاولي قريشي وايي، چې وړاندې موسېساتو او حکومت له ډيرو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي او اوس هم له مسوولینو او مسوسېساتو سره غږیدلي ترڅو په روان ژمي کې له اړمنو سره مرستې وکړي.

قریشي وويل: «دا چې اوس ژمی رارسيدلی دی ان شاالله موږ هڅه کوو چې د دغه اړمنو کورنيو سره مرستې وکړو  او په دې برخه کې پر نړيوالو موسېساتو هم غږ کوو چې د اړمنو کورنيو سره د مرستې لپاره زموږ ملاتړ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د روانې لیندۍ میاشتې پر ۱۴مه ڼېټه په يو راپور کې وویل، چې په افغانستان کې ۲۹.۲ ميليونه وګړي چې ۷۱ سلنه کېږي بشري مرستو ته اړتيا لري.

دغې ادارې ويلي، چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په سر کې قرار لري چې بشرې مرستو ته سخته اړتيا په کې ليدل کيږي.