نورستان کې پر ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو نغدي او د ژمنیو توکو مرستې ووېشل شوې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي، چې د کډوالۍ نړۍ وال سازمان (IOM) له لوري د دغه ولایت د مرکز پارون، واما، کامدېش، برګمټال، وانټ وایګل، نورګرام، دوآب او منډول ولسوالیو کې پر ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو د نغدو پیسو او ژمنیو توکو مرستې ووېشل شوې.

نورستان کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو رییس مبارز محمد وایي، دغه مرستې تېره ورځ (دوشنبه، ۹ د سلواغې) ویشل شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې هرې اړمنې کورنۍ ته ۱۳۹۰۰ افغانۍ نغدې او د ۱۳۱ ډالرو معادل د ژمنیو توکو دوه کېټونه ویشل شوي.

اړمنې کورنۍ که څه هم پر شویو مرستو خوښې دي، خو وایي دا مرستې یې اقتصادي اړتیاوې نه شي پوره کولی او غوښتنه کوي چې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې له دوی سره په روان ژمي کې خپلې مرستې لا زیاتې او دوامدارې کړي.

نورستان د هېواد په کچه یو له غره ییزو سیمو دی، چې ځايي خلک یې ډېری مهال له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو سر ټکوي.