د اوچا په وروستي راپور کې راغلي چې لومړنۍ څو اړخيزې ارزونې ښيي چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له کبله تر ۴۸ زره زياتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قريشي وايي، چې دوی نن سهار د ترینکوټ ښار په بېلابېلو برخو کې صندوقونه ایښي ترڅو مرستې راټولې او پرمټ یې د هرات د زلزله ځپلو لاسنیوی وکړي.
د هرات د پاسپورټ په اداره کې د فساد د مستند کولو لپاره مې له لسګونو کسانو سره خبرې وکړې. دې هر يوه د پاسپورټ اخيستلو لپاره د بېلابېلې کچې پيسې ورکړي تر څو له تور بازار څخه پاسپورټ تر لاسه کړي.
د هرات د پاشدان بند رغنيزې چارې په داسې حال کې بيرته پېلېږي چې په دې وروستيو ورځو کې د ايران او افغانستان تر منځ د اوبو پر سر جنجالونه زيات شوي دي.
د سرچينو په وينا، محمد نادر کاکړ په تېر حکومت کې د هرات د اوبو رسونې او کاناليزاسيون رييس تاکل شوی و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هم پر خپله دنده پاتې و.
اوچا د راپور سره سم چې پرون (دوشنبه، ۲۴ د تلې) خپور شوی، تر اوسه په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليونه ډالره چمتو شوي دي.
مجاهد نن (يکشنبه، ۱۶ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې د تېرې ورځې په زلزله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ په ۱۳ کليو کې ۱۳۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو دا درې نارينه د شنبې په شپه نيولي وو او نن سهار (سېشنبه، ۲۳ د غبرګولي) يې د زاول ولسوالۍ ودانۍ ته مخامخ په عام محضر کې په ډزو وژلي دي.
سرچينې زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبين خلکو ته وايي، چې د نوروز لمانځل حرام دي او په دې ورځ ميله کول ګناه لري. دوی همدا راز وايي چې خلک کولای شي په نورو ورځو کې تفريح ته ولاړ شي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد پرلپسې ټویټونو کې ليکلي، چې دا زندانيان نن (دوشنبه، ۱۵ د کب) د اسلام کلا بندر له لارې هيواد ته لېږدل شوي دي.