اطلاعات روز: په خوست ارزګان او کندهار ولایتونو کې د طالبانو د مسوولینو او عامو وګړو له لوري د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاینونه پېل شوي دي.
په خوست ولايت کې نن (يکشنبه، ۱۶ د تلې) د عامو وګړو له لوري د هرات او ورڅېرمه ولايتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې راټولولو کمپاين پېل شوی دی.
په دغه ولايت کې يو شمېر فعال ځوانانو «وطن مو يو دی» تر عنوان لاندې د ښار په منځ کې خېمه درولې او د زلزله ځپلو خلکو لپاره له ولسي وګړو نغدي مرسته را جمع کوي.
دوی وايي، له دې اقدام څخه موخه د زلزله ځپلو لاسنيوی او ترڅنګ هغوی ته د ورورولۍ پیغام ورکول دي.
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قريشي وايي، چې دوی نن سهار د ترینکوټ ښار په بېلابېلو برخو کې صندوقونه ایښي ترڅو مرستې راټولې او پرمټ یې د هرات د زلزله ځپلو لاسنیوی وکړي.
نوموړی زیاتوي، چې د مرستو راټولولو دغه لړۍ به درې ورځې دوام وکړي.
دغه راز ارزګان کې بیا عام خلک د هرات د زلزله ځپلو کورنیو په ویر کې ځان شریک بولي او وایي، تر خپله وسه به مرستې وکړي.
په همدې حال کې کندهار کې هم د «وطن مو یو دی، درد مو شریک دی» تر عنوان لاندې زلزله سره د مرستو راټولولو لپاره صندوقونه ایښودل شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند وویل، چې د ښار او ولسوالیو په ځينو برخو کې يې د مرستې راټولولو لپاره صندوقونه جوړ کړي او له همدې لارې مرستې راټولوي او تر زلزله ځپلو به یې ورسوي.
هغه وویل: «غوښتنه مو داده چې تجاران، خيريه بنسټونه، عام هيوادوال ټوله لاس سره يو کړي او د هرات او بادغيس له زلزله ځپلو کورنيو سره کومکونه وکړي.»
بلخوا بیا کندهار کې میشت ځوانان وایي، چې د دې لپاره د هرات او بادغیس له زلزله ځپلو سره مرسته کوي ترڅو هغوی د یوازیتوب احساس ونه کړي.
تېره ورځ یوې زورورې زلزلې د هرات، بادغيس او نيمروز ولايتونه ولړزول چې له کبله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واووښته چې ډیر تلفات په هرات کې اوښتي دي.
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو وزارت په خپله ایکس پاڼه د نن سهار په خبري کنفرانس کې د خپریو شویو شمیر له امله بښنه غوښتې او ویلي دي چې یادې شمیرې غلتې دي.
دغه وزارت په خپل خبري کنفرانس کې اعلان کړی و، چې په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر دوه زره او ۵۳ تنه او د ټپیانو شمیر نهه زره او ۲۴۰ تنو ته رسیدلی دی.
یاد وزارت اوس وايي، چې په هرات کې د زلزلې له امله د مړو او ټپيانو ټولټال شمېر دوه زره او ۵۳ او د زيانمنو شويو سيمو نفوس ٩٢٤٠ تنه اټکل شوى دى.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه کې د بیړني حالت له امله دوی ته ضد او نقیص راپورونه رسېدلي دي. خو دغه وزارت لاهم دقیق ارقام نه دي خپاره کړي.