د اوبو پر سر شخړه؛ طالبان په هرات کې د پاشدان بند رغنیزې چارې پېلوي

اطلاعات روز: هرات کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې تر دوه کلن ځنډ وروسته د «پاشدان بند» رغنیزې چارې بيرته پېلېږي.

د دې بند د جوړولو کار په ۱۳۹۰ کال کې پېل شوی و او پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې ځنډېدلی و.

د طالب مسوولينو په وينا، د دې بند د رغونې ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوي او پاتې ۳۰ سلنه کارونه به يې هم په لنډ وخت کې بشپړ شي.

په هرات کې د طالبانو د والي وياند نثار احمد الياس نن (دوشنبه، ۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دې ولايت ته انجينران را رسېدلي او لومړنۍ چارې يې بيرته پېل کړې دي.

ده زياته کړه چې ډېر ژر به د طالبانو د مهمو چارواکو په ګډون د پاشدان بند د جوړولو کارونه پېل شي.

په هرات کې د طالبانو د والي وياند وايي، چې د ۱۴۰۲ کال په بودیجه کې د دې بند د جوړولو لګښت په پام کې نيول شوی دی.

ويل کېږي چې د دې بند د جوړولو ټول لګښت ۱۱۷ ميليونه ډالر اټکل شوی دی.

د هرات پاشدان بند له هرات ښار څخه ۳۰ کيلومټره لېرې په کرخ ولسوالۍ کې پر هريرود سيند جوړېږي. دا سيند د غور له لعل و سرجنګل ولسوالۍ څخه سرچينه اخلي او له غور او هرات ولايتونو او د ايران او افغانستان له ګډې پولې په تېرېدو د ترکمنستان خاورې ته بهېږي.

دا بند د دوه ميګاواټه برېښنا د توليد او د شاوخوا ۱۳ زره هکټاره کرنيزې ځمکې د خړولو وړتيا لري.

د هرات د پاشدان بند رغنيزې چارې په داسې حال کې بيرته پېلېږي چې په دې وروستيو ورځو کې د ايران او افغانستان تر منځ د اوبو پر سر جنجالونه زيات شوي دي.

ايران ادعا کوي چې افغانستان يې په هلمند سيند کې حقابه نه ورکوي، خو طالبان وايي چې کافي اوبه نشته.

تېره اونۍ هم طالبانو په فراه کې د بخش‌آباد بند د کانالونو جوړولو چارې پېل کړې.

د افغانستان پر سيندونو د بندونو جوړول د ايران په شمول د ګاونډيو هيوادونو لپاره يوه اندېښنه ده.

له آمو سيند څخه د قوش تيپې کانال د ايستلو چارې هم د افغانستان شمالي ګاونډيانو ته اندېښنې پيدا کړې دي.