د ناروغۍ سند، پيسې، پاسپورټ؛ د هرات د پاسپورټ په اداره کې پراخ فساد

د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ اخيستل د افغانستان د وګړو لپاره په ځانګړې توګه د هرات د اوسېدونکو لپاره تر ټولو جدي ننګونه ده. د پاسپورټ په ويش کې سستوالي، پراخ فساد او د پېژندګلوۍ او واسطې له مخې يې وېش دا چاره د دې ولايت عادي او فقيرو اوسېدونکو ته سخته کړې ده. د دې ولايت اوسېدونکي که په بېړني ډول پاسپورټ ته اړتيا ولري، نو اړ دي چې د رشوت په توګه زياتې پيسې ورکړي تر څو وکولای شي چې په کم وخت کې پاسپورټ واخلي.

عبدالصبور (مستعار نوم) يو څه وخت وړاندې يوه اروپايي هيواد ته تللی دی. ميرمن او اولادونه يې د پاسپورټ نه لرلو له کبله نه دي توانېدلي چې له افغانستانه ووځي. شاوخوا يوه مياشت وړاندې له خپلې ميرمنې سره اړيکه نيسي او ورته وايي، چې د پاسپورټ کميشن کار چمتو شوی چې د ۱۸۰ زره افغانيو (فی پاسپورټ په ۶۰ زره افغانۍ) په بدل کې دې او دوو ځوانو اولادونو ته پاسپورټ واخلي. عبدالصبور خپلې کورنۍ ته خبر ورکوي چې د دې پيسو نيمايي بايد د پاسپورټ تر اخيستلو وړاندې کميشن کار ته ورکړل شي.

د هرات د پاسپورټ په اداره کې د فساد د مستند کولو لپاره مې له لسګونو کسانو سره خبرې وکړې. دې هر يوه د پاسپورټ اخيستلو لپاره د بېلابېلې کچې پيسې ورکړي تر څو له تور بازار څخه پاسپورټ تر لاسه کړي. اکثريت سرچينو ماته تاييد کړه چې د هرات د پاسپورټ په آمريت کې د طالب مسوولينو له خبرتيا او همکارۍ پرته د پاسپورټ اخيستل ناشوني دي. يو شمېر کسان د طالبانو د عامې روغتيا کميسيون تورنوي چې د پيسو په تر لاسه کولو خلکو ته د ناروغۍ اسناد ورکوي او خلک له طالبانو او د دوی له خلکو سره په همغږۍ د عامې روغتيا له بېلابېلو څانګو تاييدي اخلي.

د عبدالصبور مېرمن او دوه اولادونه د کميشن کارانو له لوري د سختو ناروغانو په ليست کې نيول شوي او توانېدلي چې پاسپورټونه تر لاسه کړي. دوی ۱۰۰ زره افغانۍ له وړاندې لا کميشن کار ته ورکړي او دوی ته ویل شوي چې په دوو او يا دریو ورځو کې د دوی د ناروغۍ اسناد چمتو کېږي او د دې اسنادو د طی مراحل لپاره بايد د عامې روغتيا کميسيون ته حاضر شي. د عبدالصبور په کورنۍ کې د ده مېرمن چې شاوخوا ۴۵ کاله عمر لري او دوه اولادونه يوه ۲۰ کلنه نجلۍ او يو ۱۸ کلن هلک شامل دي. دا هيڅ يو هم ناروغي او کومه ځانګړې ستونزه نه لري. کميشن کار  ۱۰۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي او دوی ته ضمانت ورکوي، درې ورځې وروسته اړيکه نيسي او د ناروغۍ اسناد د دې کورنۍ ځوان هلک ته په خواجه کله سيمه کې تسليموي.

هغه سند چې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د روغتیا کمیسیون لخوا تایید شوی دی. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

دا اسناد چې اطلاعات روز ته رسېدلي، ښيي چې کميشن کار کس د طالبانو د عامې روغتيا له کميسيون سره په همغږۍ د غوښتونکو د ناروغۍ اسناد چمتو کړي دي. په دې اسنادو کې هر غوښتونکی د لاعلاجه ناروغ په توګه پیژندل شوی دی. دا اسناد د څو ډاکټرانو او همدا راز د طالبانو د عامې روغتيا د ځانګړي کميسيون له لوري چې د واقعي ناروغانو د تشخيص لپاره جوړ شوی، کتل شوي او تاييد شوي دي. په هرات کې د طالبانو د عامې روغتيا ځانګړي کميسيون د ناروغانو له کتنې پرته د پیسو په اخيستلو سره دا اسناد تاييد کړي دي.

هغه سند چې په هرات کې د طالبانو د روغتیا کمیسیون لخوا تایید شوی دی. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د عبدالصبور کورنۍ د اسنادو تر طی مراحل او بانکي تعرفې تر ادا کولو وروسته دوې اونۍ وړاندې د کميشن کار له لوري د هرات پاسپورټ مديريت ته وغوښتل شول او په يوه ورځ بايوميټريک او وتوانېدل چې څو ورځې وروسته خپل پاسپورټونه د ۶۰ زرو افغانيو په بدل کې له کميشن کار څخه تر لاسه کړي. دوی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ومنله چې اوس مهال ډېری هغه کسان پاسپورټ تر لاسه کولای شي چې پيسې ورکړي. د دوی په وينا، په تور بازار کې د پاسپورټ قيمت له ۶۰ زره افغانيو څخه بيا تر يو نيم لک افغانيو پورې دی. د دوی په باور، کميشن کاران په هرات کې د طالبانو د پاسپورټ له آمريت سره په همغږۍ د يو نيم لک افغانيو په بدل کې د ۲۴ الی ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې چاپ شوی پاسپورټ ستاسو کور ته راوړي.

په همدې حال کې د هرات يو بل اوسېدونکی محمد ادريس کريمي هم بريالی شوی چې د يو زر او ۷۰۰ ډالرو په مقابل کې د خپل دوه کلن ماشوم لپاره پاسپورټ واخلي. دی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې اړ شوی دا پيسې د طالبانو يوه خپلوان ته ورکړي او په بدل کې يې د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل اولاد ته پاسپورټ تر لاسه کړي. دوی اوس مهال له خپل اولاد او ميرمنې سره په ايران کې ژوند کوي او ادعا کوي چې د هرات په پاسپورټ آمريت کې پراخ فساد شته دی او طالبان د پاسپورټ له اخيستونکو څخه د خپلو خپلوانو په وسيله پيسې اخلي. دی ادعا کوي چې په هرات کې د طالبانو د يوه لوړپوړي چارواکي د خپلوانو په وسيله توانېدلی چې پاسپورټ تر لاسه کړي. دی زياتوي: «د زوی لپاره مې د پاسپورټ اخيستلو زيات وخت ونه نيوه. صرافي ته مې پيسې ورکړې او ورسره بلاک مې کړې، خپل اړين اسناد مې چمتو کړل او شپږ ورځې وروسته مې د اولاد پاسپورټ په کور کې تر لاسه کړ.»

دی وايي، چې د همدومره پيسو د تر لاسه کولو لپاره اړ شوی چې خپل کور په ګروي ورکړي، تر څو وکولای شي د خپل زوی لپاره پاسپورټ واخلي.

هغه پاسپورټونه چې طالبانو ته نږدې کسانو د پیسو په بدل کې خلکو ته اخیستي دي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د طالبانو د مسوولينو ځواب

د هرات د پاسپورټ په اداره کې د پراخ فساد د شتون په اړه ځايي مسوولین طالبان وايي، چې په دې اداره کې فساد له بيخه ايستل شوی او د کميشنکارانو په نيول کېدو سره په دې اداره کې د فساد کچه صفر ته رسيدلې ده. په هرات کې د طالبانو د والي وياند نثار احمد الياس وايي، چې په دې اداره کې فساد نشته او د هرات د پاسپورټ په اداره کې له فساد سره جدي مبارزه کېږي. دی ادعا کوي چې اوس مهال خلک د پيسو او رشوت له ورکولو پرته د جدي اړتيا په صورت کې پاسپورټ په اسانۍ د څو ورځو په اوږدو کې تر لاسه کولای شي. «شاوخوا يوه مياشت وړاندې د پاسپورټ اخيستل د هرات د وګړو لپاره سخت و، ځکه چې د هرات د پاسپورټ ادارې ظرفيت کم و او د پاسپورټ اداره اړه وه چې کمو غوښتونکو ته ځواب ووايي. له نېکه مرغه د کورنيو چارو وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د هرات د پاسپورټ سهميه زياته شوه او موږ هره ورځ تر يو زر او ۵۰۰ پاسپورټونه توزيع کوو.» د طالبانو د والي وياند د هغو اسنادو په اړه چې اطلاعات روز تر لاسه کړي، وايي چې دا موضوع ارزول کېږي.

تر دې وړاندې هم د پاسپورټ په عمومي رياست او د نورو ولايتونو د پاسپورټ په آمريتونو کې د فساد د شتون په اړه موثق راپورونه خپاره شوي وو.