خپرپاڼه کې راغلي، چې یاد ریاست د زیانمنو شویو مدرسو او ښوونځیو د بیا رغولو توان نه لري او له همکاره موسېساتو څخه یې غوښتنه کړې چې د دې ښوونیزو مرکزونو په جوړیدو کې ورسره مرسته وکړي.
هغه ماشومان چې تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت دي وایي، چې ښوونځي یې ویجاړ شوي او اوس د ژمي او اوړي په موسمونو کې د خوندي چاپیریال نشتون له کبله له ستونزو سره مخ وي.
نورستان کې د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي بیا په ښوونځیو او د پوهنې په اړوندو ادارو کې د طالبانو له لوري د نویو ګمارل شویو مسوولینو له ناسم چلند شکایت کوي.
د کرزي د دفتر په خبرپاڼه کې چې پر ايکس خپره شوې، راغلي چې پخواني ولسمشر دې ته په اشارې چې د هيواد پرمختګ او وده په تعليم او تحصيل تر لاسه کېږي، د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانيستل حياتي مسئله بللې ده.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه نجونې چې پخوا د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې وې، اوس مهال د خیاطۍ په مختلفو کارخونو کې په وړیا توګه خیاطي زده کوي.
د ارزګان عام اوسیدونکي د طالبانو له مسوول چارواکو غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې دې د زده کړو په برخه کې شته ستونزې هوارې او د دوی ماشومانو دې ښوونځیو کې جذب کړي.
په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو له کبله ګڼو کورنیو په خوست، پکتیا او لوګر کې خپلې نجونو دیني مدرسو کې شاملې کړي او له همدې امله د مدرسو بازار ګرم دی.
زرغونه د طالبانو حکومت د ښوونځي او مدرسې په برخه کې په توپیري چلند تورنوي او وايي، چې دغه ډله نه غواړي نجونې عصري زده کړې وکړي.
هغوی چې ولسوالۍ يې د طالبانو مرکز و، پوره يو نسل يې له زده کړو محروم شوی او وایي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو له کبله یې نیم عمر په کډوالۍ کې تېر کړی.
ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست د امکاناتو نشتون خپله لویه ستونزه یادوي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) څخه غوښتنه کوي چې د دوی سره دې د بندو ۴۰ ښوونځیو په خلاصولو کې مرسته وکړي ترڅو دغلته ټول ماشومان زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.