په لوېدیځ کابل کې سرچینې وايي، طالبانو د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي مدیر سالم صمیم او د دغه ښوونځي دوه ښوونکي نیولي دي. دغه ښوونځی د دوشنبې په ورځ د یوې چاودنې شاهد و.
یوه سرچینه اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، د دوو زدهکوونکو پلرونه، د کوڅې استازی او د سیمې دوه اوسېدونکي هم د طالبانو له لوري نیول شوي دي. د سرچینې په وینا، د سیمې د اوسېدونکو د نیول کېدو لامل په کوڅه کې د امنیتي کمرې خرابېدل بلل شوي دي. د دغو کسانو له ډلې د یوه نوم «ډاکټر نادر» ښودل شوی دی.
سرچینه وايي، دغه کسان د سېشنبې په ورځ، ۲۷ اسد، د طالبانو له لوري نیول شوي او تر اوسه د دې ډلې په بند کې دي.
د دوشنبې په ورځ، ۲۶ اسد، شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د مهدیه ښارګوټي په «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې چاودنه وشوه.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه چاودنه کې ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
د چاودنې د څرنګوالي په اړه بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي وو چې کله زدهکوونکي له ټولګیو رخصت شوي وو، د ښوونځي له مخې کوڅې څخه د ښوونځي انګړ ته لاسي بم غورځول شوی دی.
د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد زدران هم ویلي وو چې چاودنه د لاسي بم د غورځولو له امله رامنځته شوې ده.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم دغه پېښه «د لاسي بم برید» بللی او ویلي یې دي چې د پېښې د څرنګوالي او د عاملینو د پېژندلو او نیولو په اړه څېړنې روانې دي.
خو له طالبانو سره نږدې رسنیو او بيبيسي راپور ورکړی چې د دوشنبې ورځې چاودنه د یوه زدهکوونکي له ځان سره د چاودېدونکو توکو د وړلو له امله رامنځته شوې ده. د دغو راپورونو له مخې، دغه چاودېدونکي توکي د پخوانیو جګړو پاتې شوني وو او ښايي یوه زدهکوونکي د ښوونځي شاوخوا له غونډیو څخه موندلي وي.
د دې چاودنې په اړه پراخ غبرګونونه هم څرګند شوي دي. ملګرو ملتونو د پېښې د څرنګوالي د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې د کابل په لوېدیځه، هزاره مېشته سیمه کې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه څو ځله د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د دغو بریدونو مسوولیت ډېری مهال داعش ډلې منلی دی.
