د نوي ښوونیز کال پیل؛ د کندهار دولتي ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي

Oplus_131072

د هېواد په ګرمو سیمو کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیلېږي چې د کندهار نږدې ټول دولتي ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د کندهار د احمدشاهۍ لېسې یوې سرچینې ویلي چې په دغه ښوونځي کې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د ښوونکو کمښت موجود دی.

سرچینه زیاتوي چې د ښوونکو د کمښت ستونزه د کندهار ښار او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې هم موجوده ده.

په ورته وخت کې، د کندهار د پوهنې ریاست یوې سیمه‌ییزې سرچینې ویلي چې د مالي ستونزو له امله سږ کال په دغه ولایت کې د موقتي قراردادي ښوونکو ګمارنه هم درول شوې ده.

سرچینې ویلي، د طالبانو د پوهنې ریاست ټولو ښوونځیو ته خبر ورکړی چې تر بلې خبرتیا پورې دې هېڅ قراردادي ښوونکی ونه ګماري.

بلخوا، د کندهار د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د نوي ښوونیز کال لپاره د ۵۰ زره زده‌کوونکو د جذب ظرفیت لري او دغه زده‌کوونکي به په ښوونځیو کې جذب کړي.

له کندهار پرته، د افغانستان په کچه د ښوونځیو د ښوونکو د کمښت ستونزه هم پراخه ده.

طالبانو په داسې حال کې چې د نجونو پر زده‌کړو یې محدودیتونه لګولي، د دیني مدرسو د پراختیا لړۍ هم چټکه کړې ده.

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دیني مدرسو شمېر د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له پنځو زرو څخه ۲۳ زرو ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له‌خوا د دیني مدرسو پراختیا ښايي د افغانستان ټولنیز جوړښت بدل کړي.

هغه ویلي چې د هغو کورنیو اندېښنې یې هم اورېدلې دي چې د خپلو اولادونو د چلند د بدلون په اړه اندېښمنې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته