د نجونو پر زده کړو بندیز؛ ستانکزی: د افغانستان د شل میلیونه وګړو په حق کې بې عدالتي کوو

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي یو ځل بیا د نجونو پر زده کړو پر لګول شوي بندیز نیوکه کړې او دا یې د افغانستان له څلوېښت میلیونه وګړو څخه د شل میلیونه وګړو په حق کې د طالبانو له لوري «بې عدالتي» بللې.

ښاغلي ستانکزي پرون (شنبه، ۲۹ د مرغومي) خوست کې د یوې ديني مدرسې د شاګردانو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې پر کومه لار طالبان روان دي، له «شریعت» سره سمه نه ده، بلکې د دې ډلې خپل «طبیعت» دی.

ده ویلي: «د دوی (ښځو) ټول حقونه تلف شوي دي، میراث نشته، د مېړه د انتخاب حق نشته، په بدو کې یې ورکوو، د زده کړو اجازه نه ورکوو، پارکونو دروازې پرې بندې دي، مسجد ته یې نه پرېږدو، د پوهنتونونو دروازې ورته تړلې دي، [دیني] مدرسو ته یې نه پرېږدو، ایا موږ له شریعت سره سم حرکت کوو؟»

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي، چې له دې ډلې سره د نړۍ ټول اختلاف د ښځو او نجونو د زده کړو پر سر دی.

ده د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د «تعلیم» دروازې د ټولو، ښځو او نجونو پر وړاندې پرانیزي او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه هیڅ پلمه د منلو نه ده، نه وه او نه به وي.

عباس ستانکزي تر دې وړاندې هم د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز باندې نیوکه کړې وه او غوښتي یې و، چې د نجونو پرمخ باید ښوونځي پرانیستل شي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له زده کړو منع کړې دي او د نجونو پر وړاندې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیرته پرانستو په تړاو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

دې ډلې همدا راز د ښځو پر کار هم بندیز لګولی او له کوره دباندې یې د ښځو غږ اورېدل منع کړي دي.