ننګرهار او لغمان کې یو شمیر اوسېدونکي وایي، چې طالبانو د دې ولایتونو په دولتي ښوونځيو کې پخواني تجربه لرونکي او مسلکي ښوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني مدرسو او جوماتونو ملاامامان ګمارلي دي.
د ننګرهار کامې ولسوالۍ د ګج قریې اوسېدونکی سید عمران وایي، چې په دې وروستیو کې د دې ولسوالۍ په زیاتره دولتي ښوونځیو کې په یوه او بله پلمه د پخوانیو تجربه لرونکو ښوونکو د ګوښه کېدو او پر ځای یې د غیر مسلکي کسانو د ګمارلو لړۍ چټکه شوې ده.
د هغه په وینا که څه هم ښوونکو او عامو خلکو د طالبانو له دې کار سره مخالفت ښودلی، خو له دې هرڅه سره سره دا لړۍ روانه ده.
سید عمران زیاتوي: «د کامې په دولتي لېسو او ابتدایه ښوونځیو کې پخواني او تجربه لرونکي ښوونکي له دندو لېرې شوي او پر ځای یې طالبانو خپل پلویان ګمارلي چې هیڅ مسلکي نه دي او حتا املا او انشا یې هم سمه نه ده، ځينې ښوونکي په دې بهانه له دندو ګوښه شوي چې عمر یې زیات او تقاعد شوي پر ځای د دې چې هیڅ ښوونکي ته تقاعد او نور امتیازات نه دي ورکړل شوي؛ دا حالت په حقیقت کې دردونکی دی ځکه غیر مسلکي ښوونکي که په ښوونځيو کې دنده ترسره کوي، نو په دې سره به راتلوونکی نسل بې سواده ټولنې ته وړاندې کېږي او دا د معارف برخه کې لوی خیانت دی.»
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی بلال مومند هم په ښوونځيو کې د طالبانو له خپلسرو ګمارنو شکایت کوي او وایي، طالبانو په یاده ولسوالۍ کې مسلکي ښوونکي او د ښوونځيو مامورین له دندو ګوښه کړي او هممهاله یې په ټولو کلیدي بستونو نامسلکي پلویان ګمارلي دي.
د هغه په خبره د نامسلکي ښوونکو په ګمارل کېدو سره په ښوونځیو کې تدریسي بهیر ټکنی شوی او د دې ولسوالۍ د معارف ادارې په سیسمتم یې منفي اغیز کړی دی.
بلال مومند زیاتوي: «مومندره، لعلپوره، ګوشته او له ځینو نورو ولسوالیو چې مونږ خبر لرو، زیاتره ښوونکي، مدیران او حتا په ټيټه کچه مامورین طالبانو له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې یا خپل پلویان ګمارلي او یا یې د دیني مدرسو قاریان او یا د مسجدونو ملا امامان ګمارلي؛ چې په دې سره د پوهنې بهیر ډیر زیات زیان لیدلی او دغه راز زده کوونکي هم له ستونزو سره مخ دي ځکه ښوونکی چې مسلکي نه وي، نو له هغه به شاګرد څه یاد کړي حکومت ته په کار ده چې د دې چارې مخنیوی وکړي.»
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکی صلاح الدین همت وایي، نه یوازې د دغه ولایت په ولسوالیو کې دا ستونزه شتون لري، بلکې د مرکز جلال اباد ښار په زیاتره لېسو کې هم پخواني مدیران او ښوونکي له ندو ګوښه شوي او پر ځای طالب پلوي ګمارل شوي دي.
د هغه په خبره په ښوونځيو کې د طالبانو د همدې نامسلکي ګمارنو له کبله زیاتره کورنیو خپل اولادونه له دولتي ښوونځيو ایستلي او په خصوصي ښوونځيو کې یې یې داخل کړي دي.
صلاح الدین همت وویل: «زما دوه زامن په عبدالوکېل لېسه کې زده کړې کولې پخوا یې ښوونکي ښه تګړه او تجربه لرونکي وو، خو اوس طالبان هغوی په یوه او بله بهانه له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل نامسلکي کسان ګمارلي چې زده کوونکو ته په سم ډول تدریس نه شي کولای، نو همدا علت دی؛ چې زیاتره کورنیو خپل اولادونه اوس د دولتي ښوونځيو پر ځای په شخصي ښوونځيو کې داخل کړي ځکه خلک خو د خپل اولاد راتلوونکی نه خرابوي که د طالبانو دا ډول په ښوونځيو کې نامسلکي ګمارنې دوام ولري، نو په راتلوونکي کې به څو دولتي ښوونځيو کې اولادونه شامل نه کړي.»
یو پخوانی ښوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې طالبانو د نامعلوم دلیل پر اساس له ندې ګوښه کړی او په کور شوی دی.
نوموړي اوسمهال دهقانۍ ته مخه کړې او وایي، طالبانو د هغه په ګډون سلګونه نور ښوونکي هم په کور کړي او پر ځای یې طالب جنګیالي ګمارل شوي دي.
هغه وویل: «زه د بهسودو ولسوالۍ په لېسه کې د کیمیا مضمون ښوونکی وم، څه کم دوه کاله کېږي چې طالبانو له ندې منفک کړی یم او تراوسه بې وظیفې یم، بیخي مې له دندې زړه تور شوی او اوس مې دهقاني پیل کړې ده زما په ګډون زیاتره ښوونکي طالبانو په انو بهانو له دندو ګوښه کړي؛ زما د ګوښه کېدو لامل هم څرګند نه دی، خو یوه ورځ چې ښوونځي ته لاړم له معارف ریاست زما د ګوښه کېدو مکتوب راغلی و او اوس یې زما پر بست یو ملا ګمارلی دی اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم ځکه زما ګناه څه وه چې دوی له کوم دلیل پرته له دندې ګوښه کړم.»
نوموړی اندیښمن دی چې په ناسم وضعیت او په سختو اقتصادي ستونزو کې اوس ژوند کوي.
د ننګرهار په ګاونډ لغمان ولایت کې هم خلک په دولتي ښوونیزو مرکزونو او ښوونځيو کې د طالبانو له ورته نامسلکي ګمارنو سرټکوي.
د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی محمد کمال وایي، په دغه ولایت کې زیاتره ښوونکي د طالبانو د امربالمعروف او د پوهنې ریاست له لوري د ږیرې، وېښتانو او نورو بېلابېلو بهانه له امله له دندو منفک شوي او پر ځای یې حتی هغه کسان چې لیک لوست یې زده هم نه وي په دندو ګمارل شوي دي.
نوموړی دغه راز د طالبانو پر پوهنې وزارت نېوکه کوي او وایي، پخوا په دولتي ښوونځيو کې خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلانېدل، خو په خبره یې تراوسه لغمان کې د ښوونکو بستونه ازادې سیالۍ ته نه دي ورکړل شوي.
محمد کمال زیاته کړه: «پخوا به چې په کوم ښوونځي کې د ښوونکي او یا د مدیر بست خالي شو، نو ازموینه به ورته اخیستل کېده، خو اوس دا ډول بستونه طالبان په خپلو پلویانو د شخصي اړېکو پر اساس ډکوي او هغه پوه او مسلکي ځوانان بې روزګاره پاتې کېږي او د طالبانو له لوري ورته دندې نه ورکول کیږي، نو ځوانان مجبور دي چې پر قاچاقي لارو ایران او یا نورو هیوادونو ته لاړ شي ځکه دنده یوازې طالب او هغه چاته ده چې د طالبانو ملاتړ یې کړی وي او یا ورسره اړېکه ولري.»
نوموړی وايي، چې طالبان د خپلوانو د ګمارنې سربېره، د بستونو د رامنځته کولو، تعدیل، تنزیل او بست لوړولو په برخه کې د قانون خلاف چلند کوي.
د لغمان یو بل اوسېدونکی او ټولنیز فعال پرویز همدرد بیا په ټولو دولتي ادارو او ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې د مسلکي او پر کارپوه کسانو پر ګمارل کېدو ټینګار کوي.
د هغه په وینا په دولتي ادارو کې د نامسلکي کسانو ګمارل مسلکي ځوانانو په روان منفي اغېز کوي او د طالبانو حکومت ته لازمه ده، چې هر بست ته په کتو مسلکي کسان په دندو وګماري.
همدرد زیاتوي: «د غیر مسلکي کسانو ګمارنه په اداره کې نه یوازې دا چې ګډوډي رامنځته کوي، بلکې د مسلکي ځوانانو په روحیه هم منفي تاثیرات لرلی شي، ځکه یو ځوان به کلونه د خپل مسلک لپاره سختي ګاللي وي او یو بل کس چې هیڅ مسلکي به نه وي هغه به ګمارل کېږي؛ نو دا په خپله د ځوان په روان تاثیرات لري حکومت ته په کار ده چې ځوانانو ته د پوهنې او په نورو ټولو ادارو کې ځای ورکړي او دوی دې د مسلکي والي پر اساس وګماري چې په دې سره به په اداري سیستم کې ښه والی راشي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې مسلکي نه بلکې خیالي ښوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې مسلکي کسان ګمارلي دي.
د ننګرهار پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد شریف حلیمي په خبره چې په ځینو ښوونځيو کې یو شمیر ښوونکي غیر مسلکي او په فساد کې ککړ وو او دوی یې پر ځای نور مسلکي کسان ګمارلي دي.
حلیمي زیاتوي: «د ننګرهار په ځینو ښوونځيو کې ښوونکي تغیر او تبدیل شوي او دغه راز ځینې چې غیر مسلکي او خپلې دندې ته ژمن نه و، له دندو منفک شوي مونږ هڅه کې یو، چې نور مسلکي کسان پر دندو وګمارو او دغه راز له پخوا پاتې خیالي ښوونکي له دندو ګوښه کړو، دغه راز د ځينو چې د تقاعد موده پوره وه او لا یې هم دنده ترسره کوله هغوی تقاعد شوي پوره هڅه کې یو چې په تعلیمي برخه کې اصلاحات رامنځته شي او شته ستونزې پای ومومي.»
بلخوا عام خلک د طالبانو د دې پریکړې په اړه اندیښنه لري او وایي، په ښوونځيو کې د غیر مسلکي کسانو ګمارل کېدل به تدریسي بهیر ټکنی کړي او راتلوونکی نسل به بېسواده ټولنې ته وړاندې کړي.