د زدهکوونکیو کورنۍ هم د ښووونکو کمښت د اندېښنې وړ بولي او وایي، که چېرې یاده ستونزه حل نه شي، ښایي خپل اولادونه نورو ځایونو ته تبدیل کړي.
يونيسف ويلي، چې دا پيسې به د درسي ټولګيو پر جوړونې او بيارغونې، د تشنابونو پر جوړولو، په ښوونځيو کې د لاس وينځلو لپاره د امکاناتو پر برابرولو او چارديوالي پر جوړولو ولګېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر ښځو او د هغوی پر زده کړه او بشري حقونو پانګونه پر راتلونکې پانګونه ګڼلې ده. هغه زیاته کړې چې دا مهال نړۍ کې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځي ته لاسرسی نه لري.
موسی خېل چې د خوست نسبتاً ګڼ نفوسه ولسوالۍ ګڼل کیږي، خلک یې د طالبانو له حکومت څخه په رغونې، پوهنې او ځوانانو ته د کار برخو کې د شته ستونزو هوارېدل غواړي.
د ارزګان د پوهنې رییس شمس الله کامران یاده غونډه کې د خپلو څرګندونو پرمهال وویل، چې د نورو د احتیاجه د خلاصون او د هیواد د پرمختګ لپاره باید عصري زده کړې ترسره شي.
تر دوو کلونو زيات وخت کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو راګرځولې دي. دې ډلې په یاده موده کې په ځلونو ژمنې کړي چې د نجونو ښوونځي پرانيستل کېږي، خو دا ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوي.
د دوآب ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي بسم الله د نورستان له ولایتي او مرکزي ادارو غوښتنه کوي، چې په دغې ولسوالۍ کې دې د مسلکي ښوونکو تشې ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې د شته ستونزو د حل په موخه رښتیني ګامونه واخلي.
ختیځ نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ د یوه ښوونځي زده کوونکی علي وایي، ښوونځی یې سرپنا، کړکۍ او دروازې نه لري او په ډیرو ستونزو سره زده کړې کوي.
عليشېر، تڼي، باک، صبري، دوه منده، اسماعېل خېل، سپېره او ځينې نورې د خوست هغه ولسوالۍ دي، چې پکې د ښوونځيو ډيری زده کوونکي د زده کړو برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
يونيسف په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په باميانو کې يې ۴۶۶ ټولګي جوړ کړي چې په دې ټولګيو کې نهه زره او ۴۹۹ ماشومان زدکړې کوي.