کونړ کې  نژدې ۲۸۸ دولتي ښوونځي سرپناه نه لري

اطلاعات روز: د کونړ ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې ۲۸۸ ښوونځي ودانۍ او د زده کونکو لپاره سرپناه نه لري، چې له امله یې زده کوونکي د باد او باران پرمهال له ستونزو سره مخ وي.

کونړکې د طالبانو د پوهنې رئیس محب الله حیدري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، اوسمهال په دغه ولایت کې ۴۸۵ دیني مدرسې او ښوونځي فعاله دي، چې زیاتره یې د زده کوونکو لپاره لازم امکانات نه لري.

د حیدري په خبره، پوهنې وزارت ژمنه کړې، چې د ښوونځیو د سرپناه په برخه کې همکاري کوي او تمه شته چې ګڼو زده‌کوونکو ته به د زده‌کړو مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

کونړ کې ټولټال ۴۸۵ ښوونځي او دیني مدرسې دي

محب الله حیدري زیاته کړه:«کونړ کې ټول ۴۴۱ دولتي ښوونځي فعال دې او تر څنګ یې ۴۴ دیني مدرسې دي چې ټول ښوونیز مرکزونه سره ۴۸۵ بابه کیږي، په دې کې یې ۲۸۸ ښوونځي سرپناه نه لري او ۳۷۱ ښوونځي بیا صحي یا پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او همدارنګه ۳۲۳ ښوونځيو کې بیا تشنابونه نشته چې له امله یې زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي او مونږ دا ستونزه له پوهنې وزارت سره شریکه کړې او همدارنګه مو د حق الزحمه ښوونکو غوښتنه هم کړې.»

 کونړ کې یو له دغو بي سرپنا ښوونځيو د وټه پور ولسوالۍ اړوند د« ګمبیرکټار لیسه» په نامه لېسه ده یاده لېسه د غره په لوړ ځای کې فعاله ده او هره ورځ د شلو کلیو زده کوونکي نیږدی دوه ساعته پلي مزل کوي څو ښوونځي ته ځان ورسوي.

د یادې لېسې یو زده کوونکي سمیع الحق اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ده په ګډون زیاتره زده کوونکي د لېسې لپاره د سرپناه نشتوالي له ښوونځيو زړه ماتي کړي او ان کله کله له زده‌کړو هم پاتې کېږي. 

کونړ کې له نیمایي زیات ښوونځي سرپناه نه لري او زده کوونکي د ونو سیوري ته زده کړې کوي

 سمیع الحق زیاته کړه:«مونږ زیات شمیر زده کوونکي د وټه پور ولسوالۍ له مختلفو کلیو دلته د ګمبیر لېسې ته د زده کړو لپاره راځو او هره ورځ په غرونو کې دوه ساعته پیاده مزل کوو، مکتب مو سرپناه نه لري، چوکۍ او نور اړین لوازم نه لرو او همدارنګه د باران پرمهال مونږ زیات وخت درس نه وایو او همداسې ناهیلي کور ته سنتنیږو.» 

 په همدې حال کې د ګمبیر په نامه د لېسې مدیر محمد عامر وایي، ډیر کله د باران پر مهال یې زده کوونکي رخصت وي او د ګرمۍ پر وخت بیا د ونو سیوري لاندې تدریس کوي.

محمد عامر زیاتوي:«د ګمبیر په نامه دا لېسه چې سلګونه زده کوونکې په کې زده کړې کوي او له لرې کلیو ورته زده کوونکي د زده کړو په موخه راځي، خو دلته لازم امکانات نشته او همدا لامل دی چې د باران او طوفان پرمهال زده کوونکي رحصت وي، که چیرې یادې شوې ستونزې حل شي نو نور زده کوونکي به هم په دې لېسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

که څه هم کونړ کې له نیمایي ډېر ښوونځي سرپناه او مناسب چاپېریال نه لري خو د دې ولایت خلک غوښتنه کوي، چې اړوند چارواکي دې د پوهنیز بهیر د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.