سولې ته پر لنډې شوې لار خنډونه د څه لپاره؟

لیکوال: اکمل ظاهر تره کی

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د طالبانو د تحریک د مرکچي پلاوو ترمنځ له اوږدې مودې خبرو اترو او پر طرزالعمل د هوکړې وروسته سولې ته هیلي زیاتې شوي او فکر دا دی چې یو څه دغه اوږده او اغزنه لار لنډه شوې.

خو له بده مرغه لا هم په دواړه لورو کې ځینې کړۍ هڅه کوي چې پر دې نسبي لنډې شوې لار نوي خنډونه جوړ کړي چې دا په حقیقت کې د افغان ولس له هېلو سره بې باکانه خچن چلند دی، چې په هېڅ وجه هیچا ته د منلو نه دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د لومړۍ غونډې جوړېدل او په هغه کې د هېواد د مخکښو سیاسي او ملي څېرو لیدل کیدل سولې ته هیلې لا زیاتوي او د دې مانا ورکوي چې اوس د سیمې او نړۍ سربېره په کور دننه هم د سولې لپاره اجماع شته، ولې د ارګ له لوري د دې کمېټې د پرانیستې په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د دې کمېټې د څلور غړو پیر سید اسحق ګیلاني، رحمت الله نبیل، مولوي شهزاده شاهد او فرخنده زهرا نادري د ګډون سره مخالفت د ارګ په نیت شکونه زیاتوي او هغه ادعا چې ګواکې ارګ د سولې خبرو اترو پر وړاندې خنډونه جوړي یو څه په حقیقت بدلوي.

پوښتنه دا ده، چې ارګ ولې د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي؟ یو نظر دا دی چې په ارګ کې د ځینو حاکمو وړو او غټو ډلګیو ګټې په جګړې کې خوندي دي، که سوله وشي دوی به د ټولو هغه ناکاریو، فسادونو او بدمرغیو حساب ورکوي چې د دوی له وجې رامنځته شوي دي او له سولې وروسته دا کار حتمي دی.

له بلې خوا خپله ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره ټیم یې له دې په وېره کې دي، که د سولې خبرې بریالۍ کیږي؛ نو یا خو به موقت حکومت رامنځته کیږي او یا به په لوی اکثریت طالبان په حکومت کې برخوال کیږي، چې دلته هم په دواړو حالتونو کې د دوی ګټې البته شخصي ګټې په خطر کې غورځیږي، په حقیقت کې دوی دا نه غواړي او پر دې نیت یې اوس ټول خبر دي، چې دا په حقیقت کې د افغان ولس سره له هر بل وخته ډېر زیاتی دی.

بله غاړه وسله وال طالبان هم د سولې په برخه کې په یوه خوله نه دي، ځینې وایي، چې په زور باید حاکم شو او د حکومت واګي په لاس کې واخلو؛ خو ځینې نور یې بیا د دې نظر سره مخالف دي.

دویمه ډله یې ځکه په حقه ده چې لومړی خو د زور له لارې طالبان واک ته نه شي رسیدلی او که ورسیږي هم، دلته خو نړۍ سره د اړیکو موضوع ډېره مهمه ده، نړۍ له دوي سره خپلې اړیکي پرې کوي او دا په خپله په لنډه موده کې بیا د سقوط په معنا ده؛ نو په همدې اساس طالبان هم باید د دویمې ډلې سره موافق شي او د سولې په برخه کې هره ورځ نوي خنډونه جوړ نه کړي او د خبرو اترو له لارې دې کشالې ته په ګډه حل لاره ومومي.

اوس خبره داده، که افغان حکومت په رښتیا سره سولې ته ژمن وي او غواړي چې دلته شته تاوتریخوالی کم شي، افغان وژنه بنده شي او په هېواد کې تلپاتې او باعزته سوله راشي؛ نو پکار داده، چې د سولې اړونده کارونه چې د ملي مصالحې عالي شورا له خوا مخته وړل کیږي په یوه او بل نوم یې د خنډ سره مخ نه کړي؛ بلکې په یووالي سره یې د لا ښه پرمخ بیولو لپاره خپله انرژي مصرف کړي، له دې پرته د بریا بله لار نشته.

د ولس غوښتنه بیا له دواړو خواوو داده چې خپلې ذاتي غوښتنې باید یوه طرف ته کړي او په پوره ایماني او افغاني روحیه سره دې خونړي جنګ ته چې هره خوا یې افغانان وژل کیږي د حل یوه مناسبه لار ومومي او که دواړه غاړې د خپلو ذاتي غوښتنو په پوره کولو پسې روان وي نو ولس به د دواړو پر وړاندې دریږي او ترې د راتلونکو ممکنه خطرونو مسؤولیت به یې د دواړو لورو پر غاړه وي.