طالبانو هلمند کې د کوکنارو تازه کرل شوې کروندې اړولي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، چې ددې ولایت په څلورو ولسواليو نوزاد، واشېر، باباجي او مارجې کې سلګونه جريبه ځمکه د تازه کرل شویو کوکنارو له کښت څخه پاکه کړي ده.

د هلمند دطالبانود امنيه قومندانۍ وياند احمدجان خالد وايي، د کوکنارو د کښت مخه یې نیولې او زیاتوي چې تر دې مهاله يې لسګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

خالد وويل، چې په مرکز لښګرکاه کې یې هغه کسان هم نيولي چې د نشه يې توکو پېر او پلور يې کوه. دی وايي، دوی به د نيول شوو کسانو سره د شرعیت له مخي چلند وکړي.

د طالبانو د امنيه قومندانۍ دغه وياند زیاتوي، چې د تارياکو د کښت اړولو لړۍ يې وروسته له هغه پیل کړې چې د دوی مشر ملا هبت الله د تارياکو پر کښت او کاروبار باندې د یوه فرمان له مخې بندیز ولګوه.

دی وايي: « د صادر شوي فرمان په اساس د هلمند په څلورو ولسوالیو کي هغه کوکنار واړول شول چې تازه د کروند ګرو لخوا کرل شوي وو، په لښکرګا ښار کې مو د نشه يي توکو د پلور او پیر مخه نیولې او په همدې تړاو مو ګڼ شمېر کسان هم نیولي او شرعي محکمو ته سپارل شوي.»

هلمند کروندګر بیا له مسوولينو او نړيوالې ټولني غوښتنه کوي چې د کوکنارو د کښت بديل دې ورته پیداکړي ترڅو دوی د کوکنارو د کرکيلې څخه لاس په سر شي.

د یادونې وړ ده چې د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنیوي باره کې د طالبانو مشر ملا هبت الله فرمان تر صادریدو وروسته په افغانستان د تریاکو قیمتونه څو چنده لوړ شول او نن سبا د یوه کیلو تریاکو قیمت د  هلمند په بازارونو کې د ۱۹ـ۲۱ زره افغانیو پورې رسیدلی دی.