انځور: ټولنیزې رسنۍ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان کراچۍ کې یو شمیر نیول شوي افغانان ازاد شوي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان په کراچۍ کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور د شاوخوا ۳۰۰ نیول شویو افغانانو له ډلې یې یو شمیر ازاد شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل نن (شنبه، ۱۹ د وږي) د خپل ټویټر پاڼې له لارې په یوه ویډویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستاني پولیسو له لوري په کراچۍ کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور یو شمیر هغه نیول شوي افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي خوشې شوي دي.

نموړی وایي: «یادو افغانانو سره په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ د استازو له ملاقات وروسته جوته شوه، چې د وکیلانو له فیس پرته په هر بندي د محکمې له لوري زر کالدارې جرمانه راغلې چې یوشمیر یې نن خوشې شوي او پاتې نورو پریکړه به په راروانو ورځو کې ترسره شي.»

پر خواله رسنیو داسې ادعاوې شوي چې پاکستاني پولیسو یو شمیر افغانان نیولي او د پیسو په بدل کې یې ازادوي.

تکل دا ډول ادعاوې بې بنسټه ګڼې او وایي،چې پاکستان کې افغان سفارت او جنرل قونسلګرۍ د پاکستاني چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي او د رسینو سره د ځینو اشخاصو خبرې د باور وړ نه دي.

هغه زیاته کړې، ځینې کسان له دې پیښې شخصي ګټه پورته کوي او غواړي د نیول شویو افغانانو په نامه د خلکو چنده راټوله کړي.

یاده دې وي چې دغه ۳۰۰ افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي له کندهاره کویټې او له هغه ځایه د پاکستان کراچۍ ته کډوال شوي، چې هلته د قانوني اسنادو نه لرلو له امله پاکستاني پولیسو نیولي او زنداني کړي یې دي.