اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې يوه ځوان ځان زندۍ کړی دی.
په دغه ولسوالۍ کې يوې ځایي سرچېنې اطلاعات روز ته وويل، چې د نصرت الله په نوم دغه ځوان تېره شپه (شنبه، ۲ د تلې) ۹:۰۰ بجې د چنارتو ولسوالۍ د «پاتان» په سيمه کې ځان زندۍ کړی دی.
سرچینې د دغې پیښې لامل نه دی په ګوته کړی خو په دې وروستیو کې دغه ډول پیښې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته کېږي.
ارزګان کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته هیواد کې د اقتصادي ستونزو له امله ډير وخت دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.