کابل کې پر ښوونیز مرکز برید؛ امنیت شورا د عاملینو د محاکمې غوښتونکې شوه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید غندلی او د دغه برید د عاملینو پر محاکمه یې ټینګار کړی دی.

پرون (جمعه، ۸ د تلې) دوو ځانمرګو بریدګرو د کاج پر ښوونیز مرکز برید وکړ او د دغه مرکز د ساتونکو په وژلو سره ټولګي ته ننوتل. ویل کیږي بریدګرو لومړی په زده کوونکو د ټوپک ضربې وکړې او بیا یو له دغو بریدګرو د ترهیدلو زده کوونکو په منځ کې خپل چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي، خو ولسي سرچینې او عیني شاهدان بیا زیاتوي، چې مرګ ژوبله د طالبانو له ارقامو څو چنده لوړه ده. په دې پېښه کې د مړو او ټپيانو د لېږد په برخه کې يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې لږ تر لږه د ٣٦ کسانو مړي پېژندل شوي او يو شمېر لا هم نادرکه دي. ویل کیږي چې د پیښې قربانیان اکثره ښځینه زده کوونکې دي.

د امنیت شورا غړو په یوه بیانیه کې دغه برید «ترهګریز» او وحشتناک بللی او په کلکه یې غندلی دی.

دوی د دغو تروريستي بريدونو د عاملينو، تنظيموونکو، تمويلوونکو او ملاتړ کوونکو په ځواب ورکولو او د هغوى پر محاکمه کولو ټينګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ویلي، چې دا برید په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو په ګډون پر ملکي وګړو او بنسټیزو تاسيساتو د وروستیو بریدونو په تعقیب شوی دی.

دوی دغه راز د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو پر حق او د سولې او امنیت په راوستلو کې د دوی پر ونډې ټینګار کړی دی.

امنیت شورا پر تعلیمي مرکزونو د بریدونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امنیت شورا غړو یو ځل بیا ټینګار کړی چې ترهګري په هر ډول او بڼه د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.

دوی له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو له مخې د خپلو مکلفيتونو په رڼا کې په دې برخه کې فعاله همکاري وکړي.

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې هره ترهګریزه کړنه، د هغوی د انګیزې په پام کې نیولو پرته، هرچیرې، هرکله او د هر هغه چا له خوا چې ترسره کیږي، جنایت او د توجیې وړ دی.

تر اوسه کومې ډلې د پروني برید مسوولیت نه دی منلی.

دا څووم وار دی چې د کابل په لویدیځ کې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه ترسره کېږي.

داعش ډلې د هزاره ګانو په ګډون پر ملکي وګړو د ډیرو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي. خو طالبان بیا وایي، چې داعش په افغانستان کې ګواښ نه دی.

طالبان هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د بهرنیو هیوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي.

د دغې ډلې د واکمنۍ یوه کال راهیسې په جوماتونو، ولسي غونډو په تېره بیا په شیعه ګانو خونړي بریدونه شوي دي. په داسې حال کې چې طالبان د امنیت تامینول خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه