اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) وايي، د کابل په لوېدیځ هزاره میشتې سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د وسله وال برید تلفات لا هم مخ په زیاتېدو دي.
یوناما نن سهار (دوشنبه، ۱۱ د تلې) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو شمېر ۸۳ ته رسېدلی دی.
د دې برید اصلي قربانیان نجونې او ځوانې ښځې دي.
یوناما زیاته کړې، چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي. د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ټیمونو لخوا د حقیقي پایلو ترلاسه کولو پروسه دوام لري.
تېره شپه یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د وژل شویو شمېر ۵۴ او د ټپیانو شمېر ۱۱۲ ته رسېدلی دی.
د سرچينې په وينا، دا لومړنۍ شمیرې دي او تر اوسه وروستۍ شمېرې نه دي راټولې شوي.
تر دې وړاندې د اطلاعات روز سرچینو د وژل شویو کسانو شمیر ۴۹ اعلان کړی و، چې ۴۲ یې نجونې، درې نارینه او څلور ناپېژانده جسدونه وو. دغه راز د ټپيانو شمېر ٩٧ تنو ته رسیدلی وو.
د تېرې جمعې په ورځ (۸ د تلې) دوه ځانمرګو بریدګرو د کابل په لویدیځ کې د کاج تعلیمي مرکز په نښه کړ. ویل کیږي برید کوونکو لومړی په یو شمیر زده کوونکو د ټوپک ضربې کړي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
