WHO

د پولیو نړیواله ورځ؛ «افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدی شوی»

اطلاعات روز: د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې افغانستان تر بل هر وخت د دغې ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی.

نن (دوشنبه، ۲ د لړم) چې د اکتوبر ۲۴مې سره سمون خوري د پولیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي. په دغو دوو هېوادونو کې ناامني تل د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې یوه ننګونه ده. په تېر کې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوله.

سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې. خو یاد شمیر مثبتې پیښې په ۲۰۲۱ کې څلورو ته راښکته شوې.

دغه سازمان ټینګار کوي چې افغانستان د پولیو د له منځه وړلو لپاره یو ښه فرصت لري. په داسې حال کې چې د پوليو واکسين کمپاين پر وړاندې لا هم ناامني شته او د دغه واکسین کمپاینران ګواښي.