کندهار کې د یوې ناچاوده سرګلولې چاودنې له یوه تنکي ځوان ژوند واخیست

اطلاعات روز: د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو ځایې چارواکي وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله یوه ۱۷ کلن تنکي ځوان ژوند بایللی او یو دولس کلن ماشوم ټپي دی.

ډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو ځایې امنیتي مسوولین وایي، یاده پیښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۴ د مرغومي) د دې ولسوالۍپه «پیرمیر کلا» سیمه رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، د دغې سرګلولې په چاودنه کې یو اولس کلن ځوان مړ شوی او ترڅنګ یې یو دولس کلن ماشوم ټپي دی چې د ښې درملنې په موخه میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوی.

د تېرو جګړو څخه پاتې شوې سرګولې او د هاوان مرمۍ هغه ناچاوده توکي دي چې افغانستان کې دننه یې د لسګونه ماشومانو ژوند اخیستی او زیات شمېر نور یې ټپیان کړي دي.