د بشري حقونو نقض، کرکټ او مسووليت

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ يوازينۍ اداره وه چې د تېر جمهوريت تر بيرغ او ملي سرود لاندې يې فعاليت کاوه. که څه هم په افغانستان کې دننه اجازه نه وه چې د کرکټ لوبو ته درې رنګه ملي بيرغ راوړل شي او يا هم ملي سرود وغږول شي، مګر په نړيوالو لوبو کې افغان لوبغاړو همدا بيرغ کاراوه او د ملي سرود په احترام به درېدل. دا حرکت  له يوې خوا حيرانوونکی و چې طالبان څرنګه له دې شيانو سره تعامل کوي؟ ځکه طالبان په کور دننه د عامو وګړو ډېر بنيادي بشري حقونه نه ورکوي او په دې برخه کې له نړيوالو سره هيڅ ډول تعامل ته نه دي چمتو. له بله اړخه دا مسله د درک وړ هم ده، ځکه د کرکټ نړيواله شورا يوازې تېر حکومت په رسميت پېژني، له همدې کبله به د نوي حکومت هيڅ سمبول ته اجازه ورنه کړي چې په نړيوالو لوبو کې استفاده ځني وشي. که د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري داسې کوم حرکت شوی وای، نو پايله به يې دا وه چې افغانستان به په رسمي توګه د آی سي سي يا هم د کرکټ نړيوالې شورا له خوا له لوبو بندېده او هغه ميليونونه ډالر به بند شوي وای چې افغانستان ته د کرکټ د چارو د سمبالولو او کرکټ د ودې لپاره ورکول کېدل.

يوازينی علت چې طالبانو له کرکټ او په کرکټ کې د تېر حکومت له سمبولونو سره تعامل وکړ، هغه ميليونونه ډالر وو چې ای سي سي افغانستان ته ورکول، يا يې هم ورکوي او يا هم هغه عايد و چې د افغانستان کرکټ بورډ يې د کرکټ د لوبو له لارې لاس ته راوړي. په افغانستان کې کرکټ بورډ يوه داسې اداره ده چې له حکومت څخه هيڅ لګښت نه اخلي بلکې د يوې مستقلې ادارې په توګه ځان ته د عايد ګټلو ګڼې سرچينې لري او له همدې لارې يې په افغانستان کې په سلګونو لوبغاړو او اداري کارکوونکو  ته دندې برابرې کړې دي او که دا ټولي مالي سرچينې په سم ډول مديريت شي، په افغانستان کې زرګونو خلکو ته مستقيم کار پيدا کولای شي.

د طالبانو تر راتلو وروسته کرکټ بورډ يوه له هغو ادارو څخه وه چې د طالبانو تر منځ ځينې ډلې يې پر مديريت او رهبري په لانجه سره واوښتلې. عزيز الله فضلي چې د کندهار دی، غوښتل يې چې د کندهاري طالبانو تر منځ له خپل شناخت او خپلوۍ څخه په کار اخيستلو کرکټ بورډ ونيسي خو پر دې ځای د حقاني ډلې هم سترګې خښې وې او هغوی هم سمدستي دا ځای لاندې کړ او نصيب ځدراڼ يې ورته رسما وګماره. تر دې چې انس حقاني او نور کسان يې د ملاتړ په موخه کرکټ بورډ ته ورغلل. تر دې وروسته عزيز الله فضلي څو ځله هڅه وکړه چې کرکټ بورډ له حقانيانو ونيسي، خو له هر څومره زور کارولو سره – سره ونه توانېد چې حقانيان په دې ځای کې د کندهاري طالبانو خبرو منلو ته اړ کړي. ښايي يوه وجه يې دا هم وي چې نصيب ځدراڼ نه يوازې دا چې په طالبانو کې د طالبۍ سابقه لري، بلکې ويل کېږي چې د حقانيانو له کورنۍ سره يې کومه خپلوي هم شته. په دې توګه نصيب ځدراڼ نه يوازې دا چې تر عزيز الله فضلي ډېر طالب و بلکې ورسره يې په طالبانو کې اړيکې هم غښتلې او معتبرې وې او په دې توګه وتوانېد چې د ميليوني ډالرو دا زېرمه خپله کړي.

د کرکټ بورډ د ميليونونو پيسو ارزښت طالبان دې ته اړ کړل چې په دې برخه کې له ځينو سمبولونو سره تعامل وکړي، که څه هم د طالبانو د ايډيالوژۍ له مخې لوبي او ورزش په عبثو شيانو کې ګڼل کېږي او دوی ځان رسما په دې مکلف ګڼي چې نه يوازې د داسې شيانو مخه ونيسي چې خلک له تقوا او دين څخه را ګرزوي، که دا نشي کولای ملاتړ خو يې بايد په هيڅ صورت هم ونه کړي. خو داسې ښکاري چې دلته د ايډيالوژۍ او ډالرو په تقابل کې ډالر ګټونکي دي او طالبان اوس مهال د عايداتو په موخه د عبثياتو ملاتړ ته هم تيار شوي دي.

خو اوس مهال د طالبانو له عمومي سياستونو کرکټ هم بې اغيزې پاتې نشو. طالبان لا هم د يوه حکومت په توګه په نړۍ کې هيچا په رسميت نه دي پېژندلي، د دې تر ټولو لومړی علت دادی چې طالبان تيار نه دي د افغانستان ښځو او نجونو ته اساسي بشري حقونه ورکړي او هغوی يې له خپلو ډېرو بنيادي ازاديو او حقونو په ظالمانه توګه محرومې کړې دي. د دې په غبرګون کې نړۍ له طالبانو مخ اړولی او اوس خبره دې ځای ته را رسيدلې چې د کرکټ په نړۍ کې استراليا نه غواړي د هغه هيواد له لوبډلې سره لوبه وکړي چې هلته حاکمه ډله خپلو وګړو ته اساسي بشري ازادۍ نه ورکوي. د دې په وړاندې تر ټولو ډېر پام اړوونکی د افغان لوبغاړو غبرګون و، هغوی دا پرېکړه وغندله او ګواښ يې وکړ چې دوی به هم د استراليا په تجارتي ليګ «بيګ باش» کې نه لوبېږي. د لوبغاړو تر منځ ډېر بارز غږ د راشد خان و چې ټويټ يې د نړۍ د مشهورو رسنيو  او لوبغاړو توجه جلب کړه.

په دې اړه ښايي لومړۍ پوښتنه دا وشي چې ايا د استراليا پرېکړه به په رښتيا هم طالبان د خپلو پاليسيو بدلون ته مجبور کړي؟ د دې ساده ځواب دادی چې نه، کله چې طالبان د رسميت په څېر په ډېرو نورو لويو مسايلو کې نړيوال فشار ته تسليم نشول، د کرکټ د لوبو د لغو کېدلو له کبله خو په هيڅ صورت هم له خپل دريځ څخه نه پر شا کېږي. نو بيا بله پوښتنه دا کېدلای شي چې ولې استراليا داسې يو اقدام کوي چې پر طالبانو هيڅ ډول اغېز نه لري، بلکې په مقابل کې يې د افغانستان هغه کرکټ ورسره په جدي ډول اغېزمنېږي چې په سختو جنګي حالاتو کې يې وده کړې او تر بل هر چا ورته لوبغاړو ډېره خواري کښلې او تر ډېره حده يوازې د لوبغاړو پر مټ تر دې ځايه را رسېدلی دی؟

په دې تړاو ويل کېدلای شي چې استراليا او بل هر هيواد انګېري چې که د افغانستان په استازيتوب هر څوک لوبېږي، هغوی د هغې ډلې استازيتوب کوي چې هلته حاکمه ده، ځکه د کرکټ او بلې هرې لوبې اداره د طالبانو تر حاکميت لاندې ده او په دې برخه کې لاسته راوړنې طالبان ځان ته منسوبوي او په دې برخه کې له هره پرمختګه به داسې استفاده کوي چې خپل انځور ورباندې سم وښيي او نړۍ ته څرګنده کړي چې په افغانستان کې هر څه نورمال دي، دا دی تاسو وينئ چې کرکټ کېږي، پرمختګ کوي او خلک خوښ دي. استراليا او بل هر هغه هيواد چې اساسي بشري حقونه د هغوی د پاليسيو په سر کې وي، نه دي تيار چې طالبانو ته دا ډول کريډيټ ورکړي بلکې هغوی به غوغا جوړوي چې طالبان په خپل وطن کې دغسې ظلم کوي او موږ د همدې ظلم پر خلاف په درېدلو لوبه نه کوو. په دې توګه اصلي غږ د بشري حقونو د ناقضوونکو پر خلاف دی او کرکټ يو داسې سټيج دی چې دلته کېدونکی غږ به زيات انعکاس ولري او استراليا له همدې څخه استفاده کوي.

په دې اړه د کرکټ د مينوالو په ځانګړې توګه د افغانستان د کرکټ د مينوالو دريځ دا دی چې په دې سره د افغانستان کرکټ زيانمنېږي او طالبان له خپله دريځه نه پر شا کېږي، په دې توګه بايد کرکټ په دې منځ کې قرباني نشي او د افغانستان د جمهوريت مهال دا لاسته راوړنه بايد ضايع نشي. خو دا په بشپړه توګه د کرکټ په احساساتو لړل شوی دريځ دی چې نورو اړخونو ته پکې کومه توجه نه ده شوې.

استراليا او يا بل هر هغه هيواد/څوک چې د دا ډول پرېکړو ملاتړ کوي، وايي چې اساسي بشري حقونه نه سياسي مسله ده او نه هم ترې کرکټ مهم دی، بلکې لوبې بايد هغه وخت وشي او وي چې خلک اساسي بشري حقونو  ته لاسرسی ولري او استراليا هڅه کوي په دې لړ کې طالبان له هرې هغې لاسته راوړنې محروم کړي چې دوی به يې د خپل ځان د ښه انځور ښوونې په موخه کاروي او هم په عين حال کې غواړي چې پر هغه سټيج د طالبانو مخالفت وکړي او پر خلاف يې غوغا جوړه کړي، چيرته چې طالبان تر لا زيات نړيوال فشار لاندې راځي. کرکټ همداسې يو سټيج او دريځ دی.

ښکاره خبره ده چې په دې پرېکړه سره د افغانستان کرکټ په بېسارې توګه زيانمنېږي او شونې ده چې نور هيوادونه هم ورته اقدام وکړي، په دې توګه به د افغانستان کرکټ لوبډله له هيوادونو سره له لوبو کولو محرومه شي. له دې سره – سره د کرکټ نړيوالې شورا  يا آی سي سي هم ويلي دي چې دوی به د افغانستان د کرکټ په اړه غور کوي او همدا راز به هلته د ښځينه کرکټ په اړه هم يوه پرېکړه وکړي. د آی سي سي له خوا په داسې لهجه خبره کول اندېښمنوونکې ده او د يادونې وړ ده چې افغانستان د جمهوريت پر مهال هم د ښځينه لوبغاړو لوبډله نه درلوده، البته په دې تړاو د کرکټ بورډ له لوري ځينې نمايشې هڅې کيدلې خو لا هم افغانستان په رسمي توګه ښځينه کرکټ لوبډله نه لرله.

که د آی سي سي له خوا داسې پرېکړه وشي چې افغانستان په نړيوالو لوبو کې له ګډون کولو محرومېږي، د دې به نو مطلب دا وي چې نور د طالبانو تر حاکميت لاندې په افغانستان کې کرکټ صفر دی او د افغانستان کرکټ به په داسې مهال کې ختمېږي چې د نړۍ په کچه ټاپ او تکړه لوبغاړي به ورسره وي. که آی سي سي داسې پرېکړه ونه کړي، شونې ده چې د طالبانو تر واک لاندې هم کرکټ په يو ډول ژوندی پاتې شي، خو که نور هيوادونه هم د استراليا لار تعقيب کړي، بيا هم د افغانستان کرکټ زيان ويني ځکه په دې توګه به د افغانستان کرکټ لوبډله ونشي کولای چې له ټاپو هيوادونو سره لوبې وکړي، له هغوی زده کړې وکړي او پرمختګ وکړي او په دې توګه به له دا ډول لوبو څخه د محرومېدلو له کبله د افغانستان کرکټ بورډ په مالي لحاظ هم وځپل شي، ځکه تقریبا هره نړيواله لوبه په ځانګړې ټوګه له ټاپو هيوادونو سره نړيوالې لوبې د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره په لکونو ډالره عوايد لري.

اندېښنه همدا مطرح کېږي چې استراليا نورو هيوادونو ته لار پرانيسته او دا ډول پرېکړي په افغانستان کې د کرکټ ټول راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي. شونې ده چې لوبغاړو له همدې ويري د دې پرېکړي په وړاندي کلک غبرګون وښود او د راشد خان په شمول نورو لوبغاړو وويل چې دوی به د استراليا په سوداګريز ليګ کې ګډون نه کوي. بايد وويل شي چې راشد خان د نړۍ په کچه او هم په استراليا کې زيات شمېر مينوال لري او هلته د ده نشتون به د کرکټ مينوالو لپاره ځوروونکې وي. راشد خان غوښتل چې له همدې فشاره استفاده وکړي او استراليا اړه کړي چې خپله پرېکړه بيرته واخلي، خو استراليا وويل چې د دوی پرېکړه همدا ده او د دوی په اند اساسي بشري حقونه سياست نه دی او دوی په دې پرېکړه کې سياسي مسله نه ده داخله کړې، لکه څرنګه چې راشد خان ويلي و.

زما په اند په دې لړ کې د لوبغاړو مداخله له لومړي سره سمه پرېکړه نه وه او د افغانستان کرکټ بورډ په دې موضوع کې د لوبغاړو په داخلولو سره ښه ونه کړل، البته کرکټ بورډ له دې پرته بله لار هم نه درلوده ځکه کرکټ بورډ په ډيپلوماټيکه توګه هيڅ فعال چينلونه نه لري او نشي کولای چې په دا ډول حالاتو کې له ډيپلوماټيکو لارو له خپل اغېز او نفوذ څخه استفاده وکړي او پرېکړې د ځان په ګټه بدلې کړي. کرکټ بورډ په خپل همدې ضعف ښه خبر دی او هڅه يې وکړه چې دا تشه د لوبغاړو په ټويټونو او ګواښونو ډکه کړي، چې زما په اند د لوبغاړو د راتلونکي مسلکي ژوند او عايداتو په تاوان ده.

د کرکټ لوبغاړو د استراليا تر پرېکړي وړاندې د طالبانو پر ځينو پاليسو په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو په تړاو نيوکې وکړې او په دې اړه يې ټويټونه وکړل چې دا هم له پامه نشي غورځول کېدلای او پر خپل ځای ارزښت لري مګر څومره چې يې کولای شوای او بايد کړي يې وای، هغه يې ونه کړل او په ځانګړې توګه د استراليا دا پرېکړه يې بايد په هيڅ حالت کې هم نه وای ننګولی چې په ظاهره صرف د بشري حقونو د نقض پر خلاف شوې وه، بلکې بايد پر طالبانو يې غږ کړی وای چې د خپلو بشر ضد پاليسيو له کبله دي افغانستان له نورې نړۍ نه محروموي او دا به يې د مثال په توګه ورته ياد کړي وای چې ستاسو د بشر ضد او غير اسلامي پاليسيو له وجې افغانستان له ټولې نړۍ بېل دی او ان څوک ورسره لوبو کولو ته هم نه دي تيار خو دوی د بشري اساسي حقونو مسله په دې لړ کې بيخي هيره کړه او يوازې د خپل مسلکي ژوند او کرکټ خبره يې را مخ ته کړه چې په واقعي توګه د بشري اساسي حقونو په نشتون کې کرکټ هيڅ ارزښت نه لري.

د افغانستان عام وګړي چې همدا اوس د طالبانو له امله په هر لحاظ څومره زيان ويني، د زرګونو لوبو لغو کېدل ورته همدومره زيان نشي رسولای او نه يې هم له خپل هيڅ ډول حق څخه محرومولای شي مګر طالبانو په خپل يوه کلن حاکميت کې د افغانستان وګړي له بېساري فقر،  بې‌کارۍ او داسې کړاو سره مخ کړي چې له خپلو ډېرو بنيادي بشري حقونو پکې محروم دي. په داسې حالت کې بايد له هر فرصت څخه ګټه واخيستل شي او د داسې ظالم حاکميت په وړاندې غږونه ډېر کړای شي، غبرګ کړای شي او لا زياته غوغا جوړه کړای شي، خو متأسفانه د کرکټ لوبغاړو په دې لړ کې نه يوازې دا چې يو لوی فرصت ضايع کړ، بلکې د ملي او ولسي ګټو پر ځای يې يوې لوبې او خپل مسلکي ژوند ته ډېر ارزښت ورکړ. يا يې هم په دې اړه درک او ليد بيخي ناسم و چې دا هم په هيڅ ډول نشي توجيه کېدلای.