د عامه پوهاوي کموالی؛ د پکتیکا د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکي ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي

انځور: د پکتیکا ولایت مقام پاڼه

اطلاعات روز: ګوزڼ یا پولیو یوه انتاني ناروغۍ ده چې عصبي سیستم اغېزمنوي او ځینې وخت د انسان د فلج کېدو لامل کیږي.

 د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هر کال د یونیسف په مالي ملاتړ د عامې روغتیا وزارت له لوري د هیواد په ګڼو سرحدي ولایتونو کې ځانګړی شوی واکسین ورکول کیږي، سږ کال په داسې حال کې پیلیږي چې د پکتیکا ولایت په ځینو لېرې پرتو ولسوالیو کې لاهم د عامه پوهاوي د کموالي له امله د دغه ولایت د لېرې پرتو ولسوالیو ډیری اوسېدونکي د دې واکسین په اړه عامه پوهاوی نه لري او په یو ناسم نظر ورته ګوري.

د دغه ولایت د وړممۍ ولسوالۍ د ناصر سیمې یو اوسېدونکي رمضان اطلاعات روز ته وویل، چې په سیمه کې یې ډیری خلک په دې اند دي چې یاد واکسین په ماشومانو کې د سپین سترګۍ لامل ګرځي نو له همدې امله یې خپلو کوچنیانو ماشومانو ته نه ورکوي.

هغه د دې کار لامل په خلکو کې د عامه پوهاوي کموالی یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دغه واکسین له تطبیق وړاندې دې ځايي خلکو ته د پوهاوي پروګرامونه برابر شي.

نوموړي وویل: «دلته په وړممۍ ولسوالۍ کې زه له شلو هم ډېرې داسې کورنۍ پېژنم چې کله واکسین راشي نو دوی خپل ماشومان نه ورته راباسي او وايي که دغه واکسین ورکړي نو ماشومان به یې سپین سترګي رالوی شي او د مشرانو احترام بیا نه کوي، خو دوی ته د مثبت پوهاوی پر ځای په تېرو شلو کلونو کې ناسم او منفي تبلیغات شوي دي.»

د دغې ولسوالۍ د سپوس سیمې یو بل اوسېدونکي محمد نور ولي هم د واکسین نه ورکړې موضوع مني او وايي، د وړممۍ سربېره د پکتیکا په تروه، نکه او ځینو نورو هغو ولسوالیو کې د تېرو دوو لسیزو جګړو له امله د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی.

هغه زیاته کړې چې په تېر نظام کې د سیمې ملا امامانو دغه واکسین حرام باله او خلک یې دې ته هڅول چې ماشومانو ته یې له ورکړې ډډه وکړي.

نوموړي د طالبانو د عامې روغتیا له ریاست غوښتنه وکړه چې وړممۍ، تروې، نکه، خوشامند او ځینو نورو سرحدي ولسوالیو ته روغتیايي ټیمونه ولېږي تر څو خلکو ته د پولیو ترڅنګ په روغتیا برخه کې عامه پوهاوی ورکړي.

د پکتیکا د لېرې پرتو سیمو اوسیدونکي وایي، پخوا ورته ملا امامانو تبلیغ کاوه چې د پولیو واکسین حرام دی.

ولي وویل: «پکتیکا کې زیات خلک د پولیو واکسین لا پېژني هم نه، اوس په وړممۍ، تروه، خوشامند او دلته په نورو ولسوالیو کې به پخوا په جوماتونو کې ملایانو خلکو ته اعلان کاوه چې واکسین حرام دی او په دې پلانکي مواد ګډ دي او ډینګري مواد ګډ شوي دي، نو اوس هم خلک په هماغه فکر دي.»

ومو غوښتل چې په دې اړه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د ولایتي مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو خو له ډېرو هڅو او انتظار وروسته هم بریالي نه شو.

پکتیکا د هیواد له هغو ولایتونو دی چې تېرو کلونو کې د پولیو مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي، د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي چې سږ کال به پنځه نیم میلیونه هغه ماشومان واکسین شي، کوم چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته