طالبانو د روانې تلې میاشتې په ۱۸مه، د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د «انګورباغ» په سیمه کې لسګونه کورنۍ د ټوپک په زور له خپلو کورونو ایستلي او هغوی ته یې د کورونو د جبري تخلیې خبر ورکړی وه.
د سیمې اوسېدونکو اطلاعات روز ته ویلي چې د دې کورنیو شمېر نږدې ۵۰ ته رسېږي چې ډېری یې پخواني نظامیان او ملکي مامورین دي.
د هغوی په وینا، ټول عمر یې زیار ایستلی او کورونه یې جوړ کړي، خو اوس طالبانو په جبري ډول اړ کړي چې له خپلو کورونو ووځي.
د جلالاباد ښار د انګورباغ سیمې اوسېدونکی امینالله (مستعار نوم) د طالبانو د عدلیې وزارت او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېسیون د مسوولانو له سلیقوي او یو اړخیز چلنده شکایت کوي.
نوموړی ټینګار کوي چې د طالبانو د دغه کمېسیون په پرېکړو کې اسناد او شواهد په بېپرې توګه نه ارزول کېږي او پر یوې ځانګړې طبقې او ډلې په قصدي ډول فشار راوړل کېږي.
د هغه په وینا، د دې سیمې اوسېدونکي، سره له دې چې قانوني اسناد او شرعي قبالې لري او له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې په دې سیمه کې اوسېږي، د طالبانو له لوري یې کورونه تخلیه شوي او ځینې کسان ان د طالبانو له لوري زنداني شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې طالبانو د اوسېدونکو د ملکیت اسنادو ته له پام پرته د سیمې ځمکې د یوه کوچي ( خیرالله اکمل) شخصي ملکیت بللی او په وینا یې، دغه کس د طالبانو د سرې میاشتې ادارې د رییس شهابالدین دلاور له نږدې کسانو او خپلوانو څخه دی. طالبان د همدې ادعا پر بنسټ د کورونو د تخلیې امر صادر کړی دی.
امینالله زیاتوي: «په ډېرې سختۍ مو دا کورونه اباد کړل او بیا مو په تېر جمهوري نظام کې قبالې واخیستې، خو اوس یو کوچي چې د طالبانو د سرې میاشتې ادارې د رییس شهابالدین دلاور ملګری دی او دوی غواړي په دې سیمه کې د اوسېدو لپاره شخصي بلاکونه جوړ کړي، د سیمې ۵۰ کورنۍ له کورونو شړلې دي او تر شنه اسمان لاندې په لارو او کوڅو کې شپې سبا کوو. بل ځای د اوسېدو کورونه هم نه لرو، حیران یو چې څه وکړو. د عدلیې وزارت چې کومه پرېکړه کړې، هغه هم عادلانه نه ده.»

د جلالاباد ښار د انګورباغ سیمې یو بل اوسېدونکی احمدشاه ټینګار کوي چې که د دوی اسناد او شواهد په بېپرې توګه وارزول شي، نو د دې سیمې ټولې ځمکې شرعي قبالې او اسناد لري. اوسنیو اوسېدونکو یې د پیسو په ورکولو سره ځانونو ته سرپناه جوړه کړې او یا یې د جایدادونو په پېرلو په خپلو شخصي پیسو میلیونونه افغانۍ پانګونه کړې ده.
هغه ادعا کوي چې د خپلو کورونو او ځمکو د ملکیت داسې اسناد لري چې تر ۴۳ کلونو ډېر پخواني دي؛ خو د دوی په وینا، مولوي خیرالله اکمل د ملکیت د ادعا لپاره نوې قباله وړاندې کړې ده.
د سرچینو په وینا، په جلالاباد کې د طالبانو ښاروالۍ د ملکیت د اسنادو د شتون له امله د کورونو په تخلیه کې له همکارۍ ډډه کړې؛ خو ویل کېږي چې دغه اداره د کابل د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د فشار پر وړاندې د مقاومت توان نه لري.
د هغه په وینا، دوی خپل کورونه په شخصي لګښت جوړ کړي او ځمکې یې هم پخپله پېرلې دي: «دا ځمکې زموږ پلرونو او نېکونو په شخصي ډول پېرلې دي، قبالې لرو او مالیه مو دولت ته ورکړې ده، خو اوس طالبان وایي چې دا ځمکې غصب شوې دي. بس، لکه د پخوا په څېر د طالبانو زورواکي ده؛ پر چا یې چې لاس بر شي، هېڅوک د بېوزلو خلکو غږ نه اوري او نه یې ستونزې حلوي، خو موږ به د خپل حق لپاره مبارزې ته دوام ورکوو، څو خپل حق ترلاسه کړو.»
نوموړی د طالبانو چارواکي په فساد، زورزیاتي او له خلکو د باج اخیستو تورنوي او وايي، داسې هېڅ مرجع نشته چې د خلکو پر شکایتونو غور وکړي. د هغه په وینا، د ډېرو سیمو خلک په تېرو پنځو کلونو کې له حقخوړنې، زورزیاتي او د طالبانو له فشارونو ستړي شوي او هېڅوک د وېرې له امله خپل غږ نه شي پورته کولای.
هغه د انګورباغ په سیمه کې د کورونو د تخلیې دغه پرېکړه په بشپړه توګه «ظالمانه» بولي او وايي چې د ملکیت اسناد یې هېڅ حقوقي ستونزه نه لري او خپلې ځمکې یې د شرعي قبالو او رسمي معاملو له لارې پېرلې دي.
احمدشاه زیاته کړه: «طالبان خلک شکنجه کوي چې لاریون مه کوئ، خپل حق مه غواړئ او هر څه چې دوی وایي، هغه ومنئ. نو په دې ډول خو ژوند نه کېږي. کله چې موږ د کورونو د تخلیې د مخنیوي لپاره اعتراض وکړ، ځینې کسان طالبانو ونیول، بندیان یې کړل او ان ښځو ته یې هم ګواښونه وکړل.»
د جلالاباد ښار د انګورباغ اوسېدونکي د کورونو د جبري تخلیې پر ضد له څو اوونیو راهیسې اعتراض ته دوام ورکوي. اوسمهال د سیمې سلګونه اوسېدونکي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په ازاده فضا کې بېبرخلیکه پاتې دي او په وینا یې، په هېڅ صورت حاضر نه دي چې خپل کورونه چا ته وسپاري.
د سیمې اوسېدونکي محمدشریف وویل: «په خدای باور وکړئ، خلک ډېر اندېښمن دي. په دې خراب اقتصادي وضعیت کې، چې خلک د خوړلو ډوډۍ نه لري، څو اوونۍ کېږي چې له کورونو ایستل شوي او په لارو او کوڅو کې شپې او ورځې سبا کوي. غوښتنه کوو چې خپل کورونه دې بېرته موږ ته وسپارل شي.»
دغه اوسېدونکی وايي، طالبانو هغو کسانو ته چې د دوی پر پرېکړې اعتراض کوي، خبرداری ورکړی چې د جبري ایستلو په تړاو له رسنیو یا بنسټونو سره خبرې ونه کړي او هېڅ شکایت هم مطرح نه کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ښکاري یوې ښځې، د هغه څه په اعتراض کې چې د خپل کور غصب یې بولي، هڅه کړې چې ځان او دوه ماشومان یې وسوځوي؛ خو د سیمې د اوسېدونکو په مداخله یې مخه نیول شوې ده.

بلخوا، د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د جلالاباد ښار د انګورباغ سیمې د ځمکو د قضیې له اووه میاشتنیو څېړنو وروسته یې د ځمکو غصب تایید کړی او د وروستي حکم د تطبیق امر یې صادر کړی دی.
د طالبانو د سترې محکمې د ویاند مرستیال، منصور احمد حمزه، دا نه دي روښانه کړي چې څوک د ځمکو په غصب تورن دي او دغه ملکیتونه به چا ته وسپارل شي.
نوموړي ویلي چې د دې قضیې د حکم تطبیق تر دې مخکې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده په امر درول شوی و، څو قضیه د یوه ځانګړي پلاوي او د ښکېلو کسانو د استازو په حضور کې بیا وڅېړل شي.
د نوموړي په وینا، د پخواني حکومت د اسنادو او پرېکړو څېړنه له اووه میاشتو وروسته پای ته رسېدلې او محکمې د حکم د تطبیق امر کړی دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم د ننګرهار په فارمهډه سیمه کې یو شمېر کسان له دولتي کورونو ایستلي وو. دغو کسانو په تېر جمهوري نظام کې په نظامي او ملکي ادارو کې دندې ترسره کولې.
د یادونې وړ ده چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څو ځله سلګونه کورنۍ په جبري توګه له خپلو سیمو ایستلي، کورونه یې وران کړي او یا یې ځمکې غصب کړې دي.
