د هیلو راټوکیدلې غوټۍ ورژیدې

اطلاعات روز: په ټول هيواد کې د طالبانو د راتللو اوازه شوه او ټولو به د دې ډلې د جناياتو په اړه خبرې کولې. دې اوازو د ډېرو زياتو نجونو برخليک بدل کړ. مستې نجونې يو ځل بيا بنديوانې شوې او يو شمېر يې هم د هغو ځانګوګانو تر شا کېناستې چې دوی يې را لوی کړې وې.

اوس ۲۵ کاله وروسته تاريخ تکرار شو او د برخليک د بیا تکرار ويرې یې خوبونه تښتولي دي. داسې ښکاري لکه یونیم کال چې پرې لس کاله تېر شوی وي. وېښتان يې سپين شوي او مخ يې ګونځې کړې دي. دا وايي چې د دې لپاره د يوې مجردې مور په توګه له پنځو لوڼو سره ژوند اسانه خبره نه ده او اوس په يوه «ترهیدلي خوب» بدل شوی دی. دا وايي: «حکومت ښځ‌ځپونکی دی او چاپېريال تر دې هم بې رحمه دی.»
د دې نوم ذکيه ګوهري دی. ذکيه د زده کړو په منځنۍ  دوره کې وه چې د طالبانو د لومړۍ ځل حکومتولۍ پر مهال له ښوونځي بې برخې شوه او يو څه وخت وروسته يې واده وکړ. دا وايي چې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې يو ځل بيا دا او لوڼې يې له ژوند کولو محرومې شوې دي.

د ځورونې تاريخ

ذکيه هغه وخت يادوي چې کورنۍ يې د طالبانو د لومړۍ دورې په حکومت کې د دې اوازو تر اغېز لاندې راغلې وه چې طالبان نجونې تښتوي، له همدې کبله يې دا مېړه ته ورکړه. دا وايي چې کورنۍ يې د ۱۳۷۶ کال د مني په شپو کې د دې له مېړه سره چې تازه له ښوونځي فارغ شوی و، د واده توافق وکړ او راتلونکی کال د ۱۳۷۷ د وري/حمل پر ۳مه د واده ساده مراسم ترسره شول او ذکيې او معصوم علي ګوهري خپل ګډ ژوند پېل کړ.

په دې توګه ذکیه هم په يوه ځل د دې پر ځای چې قلم په لاس کې واخلي، جارو يې واخيسته او د درسي ستونزو د حل پر ځای د ژوند د ستونزو په حل کولو بوخته شوه.
تر واده وروسته يې د مېړه کورنۍ د طالبانو له حکومته د تېښتي لپاره د کډوالۍ لار ونيوه. دوی خپلو کمو امکاناتو ته په کتو سره دوی تر ټولو نږدې ځای پاکستان وټاکه او د افغانستان د زرګونو کډوالو په توګه يې په غير قانوني توګه هلته پناه واخيسته. دلته يې پنځه کاله په دې تمه تېر کړل چې د هيواد حالت به ښه شي.

افغانستان ته بيرته راتګ

ذکيه ګوهري په عجيب افسوس سره وايي: «ډېری خلک هماغه ۲۵ کاله وړاندې له پاکستانه هرې خوا ته ولاړل. خو موږ افغانستان ته د راتلو فکر کاوه او هيله مو درلوده. له همدې کبله مو د هيچا خبرې ته غوږ ونه نيوه.»

تر ۱۳۸۲ کال پورې يې په پاکستان کې خپل ژوند د قالين اوبدلو په ستونزمن کار مخته ووړ. خو کله چې په افغانستان کې د دولت پر استقرار ډادمن شول، بيرته افغانستان ته راغلل.

ذکيه وايي: «کله چې له ثبات څخه ډاډمن شوو. موږ په ۲۰ شپو او ورځې کې شپږ متره غالۍ تمامه کړه او افغانستان ته راغلو.» دې کورنۍ يو ځل بيا په افغانستان کې خپل ژوند له صفر څخه راپيل کړ.

د ذکيې مېړه (معصوم علي) دخپلې کورنۍ د ملاتړ تر څنګ وتوانېد چې خپل درسونه بيرته پيل کړي او د کابل پوهنتون په حقوقو څانګه کې يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. ده د حقوقو پوهنځی د ستاژ دورې تر کولو وروسته د حامد کرزي د حکومت له قضاييه قوې سره يو ځای شو او د خپل زوکړي د ځای د استيناف محکمې مدير وټاکل شو.
ذکيه وايي: «کله چې له پاکستانه راغلو زموږ ژوند وځلېد او د تېر وخت په پرتله هره ورځ د خپلو ماشومانو راتلونکې ته هيله من کېدو. علي په هغه څانګه کې کار وموند چې خوښه يې وه او ماشومان مکتب ته تلل. خو دې هر څه زيات دوام ونه کړ.»

دا زياتوي: «زما د مېړه مسووليت دا و چې د خطرناکو مجرمانو [ملي امنيت ته ګواښ] قضاياوې وپلټي او مجرمانو هڅه کوله چې په هره وسيله قضيو ته د ده د لاسرسي مخه ونيسي. هغوی [مجرمانو] به سپارښت ورته کاوه او ګواښه به يې، خو معصوم د هيچا سپارښتنو او ګواښنو ته پاملرنه نه کوله.»

د وردګو ولایت د استیناف محکمې مدیر معصوم علي ګوهري په خپل کاري دفتر کې. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

قصر

دا وروستی ګواښ يادوي او وايي چې د استيناف محکمې د کارمندانو پر موټر تر بريد يو څو ورځې وړاندې يې مېړه ته د نامعلومو خلکو له لوري زنګ راغلی و. دې کس د دې له مېړه څخه غوښتي و چې مجرم دې بې ګناه ثابت کړي او د کابل په يوه ښه ځای کې دې د قصر خاوند شي، که نه نو له دوی سره د همکارۍ نه کولو له کبله دې پايلو ته په تمه شي. دا وايي: «دې نفر ورته ويلي و چې خټين کور دې درته د کابل په تر ټولو ښه ځای کې په قصر بدلوم. معصوم علي پرته له دې چې يو څه ووايي ټليفون يې قطع کړ او خپل سر ته يې ټکان ورکړ.»

د دې په وينا، دا ګواښونه او سپارښتنې عين هغه مهال کېدلې چې د دولتي کارمندانو د له منځه وړلو لپاره ځانمرګي هدفي بريدونه زيات شوي و. د دې په وينا: «زنګونو او پيغامونو به موږ اندېښمن کولو. خلکو به زنګونه وهل چې اولادونه دې په دې وخت کې له کوره وزي، فلاني ځای ته ځي او ته دا وخت له کوره وزې. موږ ټولو علي ته زارۍ کولې چې دا کار پرېږده، خو ده پرېنښود او ما به په خپله ځان ډاډه کاوه چې دا چټي انديښنې دي.»

دروند غږ

ذکيه له اوښکو سره د خپل مېړه وروستۍ ورځ يادوي او وايي: «که څه هم زموږ واده د کورنيو په غوښتنه او په بد وخت کې شوی و، خو يو ښه ژوند مو جوړ کړ. دی زما مرستندوی او همکار و.»

د ذکيې په وينا، د ګواښ يو څو ورځې کېدلې او روژې ته لس ورځې پاتې وې او خلکو د روژې د هرکلي لپاره تياري کوله. دې هم هوډ کړی و چې د روژې د هرکلي لپاره د کور کارونه وکړي او فرش پرېمنځي، خو مېړه يې ورته ويلي و چې دا کار دي بلې اونۍ ته پرېږدي. دا وايي: «ده ماته وويل چې د فرش پرېمنځل يو سخت کار دی او يوازې يې نشم کولای، خو ما يې خبره ونه منله. آه اوس خو نو نشته چې ووينې، ژوند پر ما او پر لوڼو مې څومره سخت دی.»
دا پسې وايي چې مېړه يې د همکارۍ لپاره فرش سرای ته راوويست، په خپله يې ځان تيار کړ او ميدان وردګ ولايت ته روان شو او د دې لپاره يې همدا وروستی کار و، چې ويې کړ.

د معصوم علي د تلو نيم ساعت نه کېده چې د چاودنې يوه دروند غږ کابل پر سر واخيست او د زياتو خلکو ژوند يې اغېزمن کړ. سحر وايي: «د چهارشنبې ورځ او زه لا هم ويده وم. پلار مې مچ کړم، چاکليټ يې راته راکړ او ولاړ. زه را ويښه شوم او ولاړم چې له مور سره مې مرسته وکړم. غير عادي ورځ وه. د فرش پرېمنځلو پر وخت به شناخته راتلل، احوال به يې اخيست او تلل به.»

دا په کينې سره وايي چې هغه ورځ د فرش پرېمنځلو پر مهال له چاودنې او د هغې له ويجاړۍ خبر نه دي او خلک هم جرأت نشي کولای چې په دې پېښه يې خبر کړي. دا وايي: «زه حيرانه وم چې ولې نن ټول خلک د پوښتنې کولو لپاره راځي او ځي؟ ژر مو فرشونه پرېمنځل او کور ته ولاړو. ټلويزیون مې ولګاوه چې د ميدان وردګ د استيناف محکمې د کارمندانو پر موټر د چاودنې خبر و. مور مې ژر ټیليفون را واخيست او پلار ته مې زنګ وواهه.»

د سحر د مور ذکيې په ياد نه دي چې څو واره يې زنګونه ووهل. دا وايي: «زه نه پوهېږم چې څو ځله مې زنګ وواهه. زنګونه به ورتلل خو ځواب به يې نه راکاوه او زما به ساه ورسره بندېدله.»

د دې لور سحر وايي چې اخر يوولس نيمې بجې يوه کس د دې د پلار ټیليفون ځواب کړ او له دوی يې وغوښتل چې پر ژوبل د پاملرنې لپاره دې ايمرجنسي روغتون ته د دوی د کور نارينه ور ولېږي. سحر وايي: «مور مې بيا زنګ ورته وواهه او د ټیليفون پر کرښه نارينه ته يې قسم ورکړ چې رښتيا ووايي. اخر هغه سړي وويل چې هو د دې ټیليفون خاوند ژوندی نه دی او د ايمرجنسي روغتون په سړه خونه کې دی. تر اوسه دا غږ اورم. په همدومره راحتۍ سره يې زموږ ژوند تباه کړ.»

طالبانو د میدان وردګو د استیناف محکمې د کارکوونکو موټر په نښه کړ او په یوه خبرپاڼه کې یې وویل، چې دغه برید یې د دغې ډلې د شپږو غړو د اعدام په غچ کې کړی دی. انځور: خواله رسنۍ

غچ اخيستنه

د ۱۳۹۵ د غبرګولي پنځمه د سهار اته نيمې بجې وې چې يوه پلي ځانمرګي د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړونده سيمه محمد داوود خان ښارګوټي کې د ميدان وردګ ولايت د استيناف محکمې د رياست د کارکوونکو پر موټر بريد وکړ او موټر ته يې له سوارلۍ سره چاودنه ورکړه.

په دې بريد کې د ميدان وردګ ولايت د استيناف محکمې ۱۱ کارمندان ووژل او څلور نور سخت ژوبل شول. معصوم علي ګوهري د دې پېښي قرباني و. طالبانو د دې بريد پړه ومنله او په خپله اعلاميه کې يې وويل چې دا بريد يې د دې ډلې د شپږو غړو د اعدام په غچ کې کړی دی.

د همدې کال د ثور پر ۱۹ حکومت د شپږو کسانو نوملړ او مشخصات خپاره کړل، هغوی يې ترهګر معرفي کړي و او ويلي يې و چې اعدام شوي دي. لانديني کسان له دې نوملړ سره سم اعدام شوي وو:

لومړی: خان اغا مشهور په عبد الرحمان، د القاعدې ډلې غړی، د ملي امنيت د عمومي رياست پر مرستيال عبدالله لغماني او د لغمان ولايت د امنيت پر مدير حميدالله د بريدونو کولو په جرم چې له امله يې دواړه وژل شوي دي.

دويم: حميدالله، د طالبانو ډلې غړی، د سولې د عالي شورا پر پخواني رييس برهان الدين رباني د بريد په جرم.

درېيم: محمد اسماعيل، د حقاني شبکې غړی، په کابل وزير اکبر خان کې پر «فاينيسټ» سوپر مارکيټ د بريد په جرم چې ډېر ملکي وګړي پکې ووژل شول.

څلورم: حجت الله، د طالبانو ډلې غړی، د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې په کاسټر ډوله موټر کې د چاودېدونکو موادو د ځای پر ځای کولو په جرم چې له امله يې نهه ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

پنځم: محمد عثمان، د طالبانو ډلې غړی، د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د ماين ځای پر ځای کولو په جرم چې اووه پوليس افسران پکې وژل شوي و.

شپږم: اکمل، د طالبانو ډلې غړی، د سردار محمد داوود خان پر روغتون د بريد په جرم چې له امله يې د هيواد څلور امنيتي او دفاعي سرتېري ووژل شول او ۲۲ کسان نور ژوبل شول.

د دې بريدونو يو شمير يې حد اقل «تر ۱۳۹۵ کاله اووه کاله وړاندې» شوي دي. ذکيه وايي چې طالبان د ځانمرګو بريدونو او خپلو اعمالو تاوان هم له عامو خلکو اخلي. ذکيه او لوڼې يې اوس د ښځتوب له وجې د کار کولو حق نه لري او له فقر سره مخ دي.

ذکيه چې د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره یې د مور او پلار ژمنه يې کړې وه، اوس وايي چې د طالبانو له خوا د لګول شويو محدوديتونو له امله د خپلې مور ژمنه هم نشي پوره کولی. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

خټين کور

د ځانمرګي بريد تر دې پېښې وروسته، ذکيې له ځان سره هوډ وکړ چې د خپل مېړه هيلې به پوره کوي او خپل اولادونه به د ټولنې وياړ ګرزوي. دا وايي: «پوهېږئ چې دولتي معاش زيات نه و. زما کار هم ډېر عايد نه درلود. له همدې وجې معصوم علي هره ورځ لومړی د ماشومانو د زده کړې لګښت بېلاوه. سحر بايد درس ووايي، د پوهنتون استاده شي او نورې هم بايد د خپلې خوښې وړ څانګې ووايي. د ده لپاره لوږه مهمه نه وه، خو د خپلو اولادونو زدکړييزې اړتياوې ورته مهمې وې. وخت دی له موږ څخه واخيست. ما هوډ وکړ چې د اولادونو پالنه به يې کوم.»

ذکيه وايي چې د مېړه د ختم او تدفين تر مراسمو وروسته، ورسره دا فکر پیدا شو چې له مېړه پرته له ژوند سره ځان څرنګه عيار کړي او د خپلو اولادونو لپاره مور او پلار شي؟

دا تر ارزونې وروسته دې پايلې ته ورسېده چې لومړی بايد د خپلو اولادونو لپاره ثابت عايد برابر کړي. دې طلا خرڅه کړه او د خپل مېړه د اکراميې په پيسو يې خپل خټين کور پراخ کړ. ذکيه وايي: «حويلي مو پراخه نه ده او ما د مجبورۍ له مخې پر بام دوې وړې خونې جوړي کړې او لاندينی کور مې په کرايه ورکړ او په خپله له دې نجونو سره لوړ منزل ته ولاړم. په دې توګه د ورځنيو لګښتونو پوره کولو لپاره يوه سرچينه پیدا شوه.»

ذکيې د کور د کرايې په لږو پيسو او د مېړه د تقاعدۍ په معاش د خپلو څلورو اولادونو ملاتړ وکړ او پرې يې نه ښودل چې د پلار په نشتون کې له زده کړو محروم شي. دا وايي: «د اولادونو د زده کړو په خاطر، د ډوډۍ او جامو او له بله هره لګښته تېره شوم.»
په داسې حال کې چې عموما په افغانستان کې ماشومان د سرپرست له لاسه ورکولو او يا د «بد سرپرست» لرلو له وجې له زده کړو محرومېږي. خو د معصوم علي اولادونو د خپلې مور په ملاتړ درسونو ته دوام ورکړ.

چاودنه

د ميدان وردګ ولايت د استيناف محکمې د کارمندانو پر سورلۍ موټر تر بريد او د معصوم علي تر مړينې دوه کاله وروسته، ذکيه يو ځل بيا د خپلې هغې ځوانې لور په لټه وه چې د هغې تر پلار وروسته د دې تکيه وه.

دې د پېښي له نږدې روغتونه لټه پيل کړه او ماښام شاوخوا يې نجلۍ د کابل په لوېديځ کې د تيلو پمپ ته څېرمه په سل بستريز روغتون کې په داسې حال کې وموندله چې د مرګ او ژوند تر منځ وه او خبرې يې نه شوای کولای.

دا وايي: «تر اوسه مې د علي مرګ نه و منلی چې په روغتون کې مې د سحر بدن په داسې حال کې وموند چې ټوټه – ټوټه و. د ليدلو وړ نه وه. يوه ټوټه يې د شا په خوا کې لګيدلې وه او ډاکټرانو ويل چې د دې درملنه نشي کولای. هغه وخت نو زه نه مړه کېدم او ژوندۍ کېدم…»

دا هغه وخت يادوي چې په هماغه شپه يې لېرې او نږدې روغتونونو ته خپله لور يووړه، خو روغتونو نه منله او اخر د علي اباد تدريسي روغتون ومنله. د دې روغتون ډاکټرانو د سحر په بدن کې بندې چرې يا ټوټې راوکښې، خو د سحر مور ته يې وويل چې ښايي دا نور هيڅکله هم پر خپلو پښو ونه درېږي.

د ۱۳۹۷ کال د اسد مياشتې پر ۲۴مه يوه ځانمرګي بريدګر د موعود زدکړييز مرکز په يوه ټولګي کې خپل چاودېدونکي مواد والوزول. دې پېښی ۴۸ کسان ووژل او ۶۷ يې ژوبل کړل. دا ټول کسان تر شلو کلونو کم زده کوونکي و. سحر هم د دې پېښي يوه ژوبله وه.

د ځانمرګي برید وروسته د زده کړو ټولګی. انځور: خواله رسنۍ

اراموونکي درمل

سحر وايي چې دا پېښه د دې لامل شوه چې دا د کانکور ازموينې لپاره د درس ويلو پر ځای په مياشتو – مياشتو د رغېدلو لپاره مبارزه وکړي. دا وايي: «نه يوازې دا چې له فزيکي ټپونو رنځېدم، بلکې هره شېبه په وېره او ترهه کې وم. په دې بريد کې مې ډېری ملګرې مړې شوې وې او له دې سره – سره له دې مې وېره درلوده چې د تل لپاره پر ځمکه کېنم، هغه چې تر مرګ بدتر دي. په يادېدل مې چې له پلاره مې غوښتنه کړې وه چې غواړم د پوهنتون استاده شم.»
سحر زياتوي چې په هغو وختونو کې يې پلار او ملګرې ور ياد شوي او قسم يې کړی چې شرايطو ته به نه تسليمېږي. دا وايي: «درمل مې نه خوړل چې سربداله مې نه کړي. درس مې وايه او د پوهنتون تر پرانيستل کېدو وروسته زه هم له ولچر سره ټولګي ته ولاړم.»

په همدې حال کې سحر ازموينې ته چمتو شوې وه خو د کانکور ازموينې په درشل کې د دوی د کورنۍ د يوه بل نږدې خپلوان مړينې د دې د ازموينې پايله بدله کړه. دا وايي: «[سبا] شپه چې ټاکل شوې وه ازموينه ورکړم، زما انا چې د سختو ورځو تکيه مو وه، مړه شوه. له ډېره غمه نه پوهېدم چې د ازموينې په ورځ مې څه وليکل او څه وشول؟»

د ښځو پر زده کړو بنديز

سحر د کانکور په ازموينه کې د خپلې خوښې څانګې [حقوق او سياسي علومو] ته بريالۍ نشوه، خو د خپلې مور په ملاتړ يې په يوه خصوصي پوهنتون کې په همدې څانګه کې زده کړې پيل کړې. د دې مور ذکيه وايي: «موږ له زياتو ستونزو سره مخ يو. خو زما لپاره تل د اولادونو زده کړه لومړيتوب لري.»

د سحر لپاره د هر سمسټر لګښت ۱۵ زره افغانۍ دی. ټاکل شوې وه چې دا پيسې به د دې د پلار له تقاعد معاش څخه ورکول کېږي، خو د کرونا خپرېدو او د نظام بدلون دا پلانونه خراب کړل. سحر وايي: «کله چې کانکور ازموينه خرابه شوه. مور مې راته وويل چې ته پوهنتون ته ولاړه شه. زه دې د پلار په څېر لومړی د دوو سمسټرونو فيس جلا کوم. دې زه په پوهنتون کې داخله کړم، خو د درس پر مهال ستونزې زياتې وې.»
په تېرو دوو نيمو کلونو کې سحر تل د پوهنتون فیس په قسطي شکل ورکړی دی. کله چې طالبانو د دې د پلار د تقاعد معاش قطع کړ او د ښځو پر کار يې هم محدوديت ولګاوه، سحر د ۱۴۰۱ کال د لومړي سمستر فيس په قسطي شکل هم نه دی ورکړی. دې له اول سمسټر څخه تعجيل واخيست او د کوچنيو کارونو په کولو سره يې په ډېرې سختۍ د دويم سمستر فيس تيار کړ. دا وايي: «لومړی سمسټر ونشو. دويم سمسټر ما، خويندو مې چې له مکتبه پاتې دي او مور مې د لاسي صنايع په پلورلو او قرض سره بشپړ کړ.»

دا پوهنتون ته بیرته ولاړه او خوشاله وه چې څلورم سمسټر خلاصوي، خو طالبانو د نجونو پر زدکړو بنديز ولګاوه او په وروستۍ ازموينه کې د نجونو د ګډون په وړاندې هم خنډ شول. د مدني قانون اوومه ازموينه مو وه او تر دې وروسته درې نور مضامين پاتې کېدل، خو اجازه يې رانه کړه چې ازموينې ورکړو.

د ذکيې لوڼې چې يوه د پوهنتون په درېيم کال کې وه، بله په دوولسم ټولګي کې، بله په لسم، بله په اووم او زوی يې چې له پلاره دوه مياشتنی پاتې شوی، د ښوونځي په دويم ټولګي کې دی. دوی ټولې له زده کړو پاتې دي او يوازې زوی چې اوس لس کاله عمر لري، په درېيم ټولګي کې دی او ښوونځي ته ځي.

ذکيه وايي چې د دې لپاره دا بنديز او له زده کړو د لوڼو پاتې کېدل يې د مرګ په څېر دي. دا وايي: «يو په ځانمرګي بريد سره وژني خو موږ په دې بنديز سره. ما د خپلو اولادونو د زده کړو په خاطر ژوند کړی دی او د همدې لپاره ژوندۍ يم.»
يادونه: طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو زده کړې په ټولو زدکړييزو بنسټونو کې ځنډولې دي او د دې بنسټونو له ښځينه کارمندانو يې غوښتي چې په اونۍ کې دې يوازې يوه ورځ د حاضرۍ امضا کولو لپاره حاضرې شي.

مرستندوی

د مېړه تر بايللو وروسته ذکيې د ښځو لپاره په يوه مرستندوی بنسټ کې کار پيدا کړ. د دې کار دا و چې زيانمنې ښځې تشخيص کړي او له دې لارې يې کم عايد درلود، خو طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته د بل هر شي په څېر له ذکيې د عايد دا سرچينه او له ښځو مرستندويه مرجع اخيستې ده.

ذکيه وايي: «طالبانو له ښځو سره مرسته کوونکي بنسټونه منحل کړل او کومو کسانو چې د مرستې رسولو په برخه کې کار کاوه، د دې ډلې د انتقام له وېرې وپاشل شول.»
له دې سره – سره، د دې د کور کرايه کوونکو هم د کار د نشتون او په کابل کې د ډېرو مصارفو له وجې کور په داسې حال کې پرېيښی چې کرايه پرې پاتې وه. ذکيه وايي: «طالبانو نه يوازې زموږ دفتر بلکې د ښځو ټول کارونه يې فلج کړي دي. دې نجلۍ په شهربازي کې کار کاوه او کم عايد يې درلود. طالبانو هغه هم وتاړه. کورونه هم څوک په کرايه نه نيسي. دې حالت ته حيرانه يم. اسمان لېرې او ځمکه سخته ده.»

له دې حالت سره – سره، خلک دې ته مشوره ورکوي چې نجونې دې واده کړي او په خپله دې هم مېړه وکړي. دا وايي: «د حکومت تر ختمېدلو وړاندې مې زړه په قوانينو ډاډه و او خلکو هم د مزاحمت کولو جرأت نه درلود، خو اوس خلک زموږ د بې سرپرستۍ او مشکلاتو له وجې هڅه کوي چې لوڼې په جبر واده کړم.» د امريکا «د ازادۍ کور» هم په دې وروستيو کې ويلي دي چې له افغانستانه دباندې او په دې هيواد کې دننه د بشري حقونو مدافعين له دوامدارو ګواښونو سره مخ دي لکه خپلسرې نيونې، تښتونې، شکنجه، زندان او د دوی د کورنيو له غړو سره تاوتريخوالی.