بدخشان کې د واورې ښوییدنې مرګونې پیښې؛ تر اوسه ۱۱ کسانو ژوند بایللی

اطلاعات روز: بدخشان ولايت کې سرچينې وايي، چې له دوو ورځو راهيسې د دې ولايت په څو ولسواليو کې د واورې ښوييدلو له امله ۱۱ نفر مړه شوي دي.

د دې سرچينو په وينا، په درايم، شغنان، نسی او راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښوييدلو پېښې شوې دي.

«درايم» ولسوالۍ کې يوه ولسي سرچينه وایي، چې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۲۵ د سلواغې) غرمه مهال شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې په «آب بالا» کلي کې د واورې ښوييدلو له امله دوه نارينه چې عبد الرحمان او زمان الدين نومېدل مړه شوي دي.

د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې يو کور هم ويجاړ شوی او مالونه يې تر واورې لاندې شوي دي.

په شغنان ولسوالۍ کې د يوې بلې پېښي له امله واورې ښوييدنې د تيلو يو ټانکر موتر له درې نفره سوارليو سره له لارې اړولی او په آمو سيند کې يې غرق کړی دی.

د ځايي سرچينو په وينا، له دې افرادو يو نفر د خلکو په مرسته ژغورل شوی دی، خو دوه نور مړه شوي دي چې تر اوسه يې هم جسدونه نه دي موندل شوي.

همدا راز له نسي ولسوالۍ څخه ځايي سرچينې وايي، چې د دوشنبې په ورځ د واورې ښوييدلو دوو پېښو په دې ولسوالۍ کې د څلورو نفرو ژوند اخيستی دی.

د دې سرچينې په وينا، د واورې ښوييدلو يوه پېښه په «ارخود» کلي کې شوی او يو کور يې لاندې کړی دی چې درې نفره تر واورې او ويجاړيو لاندې مړه شوي دي.

په دې پېښه کې د اوسيدنې کورونه هم ويجاړ شوي او د هغو څښتنانو ته يې مالي زيانونه رسولي دي.

همدا راز سرچينې د نسي ولسوالۍ په «راست دره شوريان» کلي کې د واورې ښوييدلو خبر ورکوي چې له امله يې يو نفر مړ شوی دی.

په نسي ولسوالۍ کې يو مسوول کس دا پېښې تاييدوي او وايي، چې د واورې ښوييدلو خطرات نور هم زيات دي. ده زياته کړې چې د نسي ولسوالۍ مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

په راغستان ولسوالۍ کې سرچينې وايي چې پر يوه کور واوره را ښوييدلې چې له امله يې د يوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي او د دې ماشومانو مور او پلار ژوبل شوي دي.

دا پېښه پرون تر غرمې مخکې يوولس بجې د راغستان په «خونيلر» کلي کې شوې ده.

په راغستان کې د طالبانو ولسوال حيات الله محسني وايي، چې د واورې ښوييدلو له امله يو کور ويجاړ شوی او د يوه پلار او دریو ماشومانو په شمول يې اوسېدونکي لاندې شوي دي.

د ده په وينا، د سيمې اوسېدونکو د دې کورنۍ د ژغورلو هڅې وکړې؛ خو يوازې يې ښځه او سړی وژغورل او درې ماشومان يې مړه شول.

بدخشان د هيواد شمال ختيځ کې يو غرنی او ډېر سوړ ولايت دی چې د ژمي پر مهال پکې کله – کله د واورې ښوييدلو پېښي کېږي.