ارزګان کې پر کالدارو د راکړې ورکړې بندیز وروسته د توکو نرخونه دوه برابره شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې خلک د توکو له لوړو بیو شکايت کوي او وایي، چې په تيره يوه اونۍ کې د ټولو توکو نرخونه لوړ شوي چې دوی یې د پیرلو وس نه لري.

طالبانو د روانې اوونۍ په پېل کې د ارزګان  په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د پاکستانۍ کالدارو پر راکړه ورکړه بنديز ولګوه چې ورسره يو شمير هټۍ والو د توکو نرخونه لوړ کړي دي.

د دې ولايت يو اوسيدونکی محمدشفيق وايي، چې د پاکستانۍ کالدارو په بنديدو سره يو شمير هټۍوالو پر خپل سر نږدې د ټولو توکو نرخونه لوړ کړي دي.

نوموړي وويل: «کله چې په ارزکان ولايت کې کالدارې بندې شوي هټۍوال بده استفاده کوي غوښتنه مو له طالبانو څخه دا ده چې باید د دغه ډول کسانو مخه ونيسي او سخته سزا ورکول شي.»

د حميدالله په نامه یو بل کس بیا صرافان او  هټۍوال دواړه د توکو د نرخونو په لوړیدو کې ملامت بولي. دی وایي: «کله چې په بازار کې موږ توکي اخلو پخوا چې په ۱۰۰ کالدارې وو، اوس هغه پر موږ په ۴۵ افغانۍ باندې پلوري دا ډير زيات توپیر لري.»

خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی اقتصادي ستونزو ته په کتو دې نرخونه کنټرول کړي.

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس اغاولي قريشي وايي، چې دوی د خلکو له شکايتونو خبر دي او زياتوي چې هغه کسانو ته به سزا ورکړي چې په خود سره ډول يې د توکو نرخونه لوړ کړي دي.

نوموړي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د يوه کمیسيون په مرسته به په ښار کې نرخونه کنټرول کړي.

قریشي وویل:«د نرخونو د کنټرول په برخه کې يو پلان باندې کار روان دی تراوسه بشپړ شوی نه دی کله چې دغه پلان بشپړ شي دغه ستونزه به حل شي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته