ختیځ کې لا هم یو شمېر کورنۍ په نکاح کې د هلک او نجلۍ خوښه شرم ګڼي

ختیځ میشتي ځوانان وایي، چې لاهم ځینې کورنۍ په نکاح کې د هلک او نجلۍ خوښه عیب ګڼي او پر وړاندې یې سخت دريځ نیسي.

د ننګرهار اوسیدونکی محمد سلیم د همدې ډول پېښې قرباني دی هغه وایي، چې کورنۍ یې ورسره نه مني، چې د ده په خوښه ورته نجلۍ په نکاح کړي.

نوموړی زیاتوي په څو ځلي یې خپلې کورنۍ ته ویلي، که په خوښه یې کوژده ونه کړي نو هیڅکه به له بلې نجلۍ سره ګډ ژوند ته زړه ښه نه کړي.

سلیم خان زیاتوي: «زما په خپله قریه کې یوه نجلۍ سره مینه ده او دا اړیکه دوه طرفه ده زما هم خوښه ده او دهغې هم خوښ یم، خو زما کورنۍ یې نه مني اوس هڅه کوم دوی دا نجلۍ راته وکړي خو کورنۍ

مې نه راضي کېږي حیران یم څه وکړم زما په شان زیاتره ځوانان له همداسې یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي.»

یوازې سلیم نه دی چې له دې ډول برخلیک سره مخ دی بلکې د نوموړي په څیر ګڼ نور ځوانان هم شته، چې په خبره یې دا ډول ظلم ورسره شوی او په جبري ډول بل څوک ورته په نکاح شوې او یا یې کورنۍ په خوښه کوژدې کولو ته نه راضي کیږي.

د لغمان اوسېدونکی پرویز بابکرخیل هم مني، چې د دې ولایت په مرکز او په لېرې پرتو سیمو کې دا ستونزه شته او خلک د هلک او نجلۍ په خوښه کوژده کول عیب ګڼي.

نوموړی وایي، چې ځينې داسې کورنۍ هم شته، چې که یې لور هلک خوښ کړي، ښايي ووژل شي.

بابکرخیل زیاتوي: «د نورو ولایتونو سره سره په لغمان کې هم داسې کورنۍ شته، چې هلک او نجلۍ خپلې خوښې ته نه پریږدي چې کوژده وکړي او د خپلې خوښې ملګری وټاکي؛ داسې پېښې مې په ښار او ولسوالیو کې لیدلي، چې حیران یم، په ډېری موردونو کې نجلۍ او هلک سره خوښ دي، خو کورنۍ یې په ظلم سره دوی بیلوي په داسې حال کې چې اسلام د یو بل د خوښې حق ورکړی.»

ډولۍ هغه وسیله چې د واده په ورځ پکې نجلۍ د خپل کور څخه انتقالیږي. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ اوسیدونکې نورزیه (مستعار) وایي، چې په پښتني ټولنه کې لاهم نجلۍ ته په خپله خوښه د هلک د انتخاب واک نه ورکول کیږي.

نوموړې وایي، په ختیځو ولایتونو کې زیاتره نجونې د خپلې کورنۍ له خوښې پرته نشي کولای چې د ژوند ملګری وټاکي.

هغه وایي اړتیا ده، چې دینې علماء په دې برخه کې خلکو ته معلومات ورکړي او د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

نورزیه زیاتوي: «په ټوله کې په پښتني ټولنه کې له نارینه وو سربیره نجونو ته هم اجازه نه ورکول کیږي، چې په خپله خوښه کوژده وکړي او یا هغه چا سره نکاح وکړي چې په خپله خوښه یې وي.

زیاتره نجونو ته د نکاح په ټاکنه کې خپل حق نه ورکول کیږي او تر ډیره په دې برخه کې له نجونو سره زیاتی کیږي؛ ځکه نجونې هم حق لري چې په خپله خوښه نکاح وکړي.»

ښځینه فعالانې هم ورته شکایت کوي او وایي، د هلکانو ترڅنګ ددې ستونزې ډېری قربانیانې نجونې دي، چې لاهم په ځینو کورونو کې دوی د ژوند د ملګري د ټاکلو حق نه لري.

ښځینه فعاله شبنم له کورنیو غوښتنه کوي چې خپلو لوڼو دې د ژوند ملګري په ټاکلو کې له خپل حق نه محروموي.

شبنم زیاتوي: «که نجلۍ د خپلې خوښې یادونه وکړي، ځينې کورنیو کې بیا دا بیخي کفر ګڼل کېږي، هغه نجلۍ آن وهل ټکول کېږي او پيغور ګڼل کېږي، نو زمونږ له کورنیو غوښتنه دا ده چې باید خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې د خپلې خوښې هلک د ژوند ملګری وټاکي او نجونې دې له دې حق نه محروموي.»

د ننګرهار یوه بله اوسیدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، هره نجلۍ د بد لارۍ ضد ده، خو دا چې دوی د اسلام په چوکاټ کې خپل حق غواړي بیاهم نه ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «نېکمرغه هغه ده چې ترې پوښتنه وشي، دا هلک ستا خوښ دی که نه. موږ خو له وېرې د خاوند د خوښې نوم نشو اخیستلای، که ړوند وي، که کوڼ وي که ګونګی، چې کورنۍ خوښ کړ بیا موږ مجبورې یو ژوند ورسره وکړو.»

په ورته مهال دینې عالمان هم په نکاح کې په ټینګار سره د نجلۍ او هلک خوښه اړینه بولي.

دیني عالم مولوي ذبیح الله وایي، هره هغه نکاح چې دواړه لوري (هلک او نجلۍ) پکې رضایت ونه لري نه صحیح کېږي.

هغه د نکاح په ټاکلو کې د نارینه وو په ډول د نجونو ونډه او رضایت هم اړین بولي او له کورنیو غوښتنه کوي، چې د هلک او نجلۍ له خوښې پرته دې نکاح کولو ته زړه نه ښه کوي.

مولوي ذبیح الله زیاتوي: «اسلام، هلک او نجلۍ ته حق ورکړی چې په خپله خوښه نکاح وکړي او الله تعالی په قران کریم کې په ځلونو په نکاح کې د هلک او نجلۍ خوښه اړینه بللې، کومې کورنۍ چې د دې خلاف کار کوي ظلم دی او د الله له امر څخه سرغړونه کوي؛ له ټولو کورنیو څخه غوښتنه کوم چې د هلک او نجلۍ له خوښې پرته دې نکاح نه کوي ځکه دا بیا راتلوونکې ژوند کې بدې پایلې هم لري.»

نوموړی وایي، همدا لامل دی چې کورنۍ د الله اوامر نه مني او کورني تاوتریخوالي ورسره زیاتېږي.

دیني عالمان هم د ژوند د ملګري/ملګرې ټاکلو کې د نجلۍ او هلک خوښه جایز ګڼي. انځور: خواله رسنۍ

هغه زیاتوي که کورنۍ د قران او سنتو په رڼا کې ورځنۍ چارې ترسره کړي په ټولنیز ژوند کې به له هېڅ ستونزې سره مخ نه شي.

مولوي ذبیح الله زیاتوي: «هر کار چې له اسلام سره په ټکر کې وي، نو ناوړه پایلې لري او خلکو ته په کار ده چې د اسلام په چوکاټ کې خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي او هم دې د نکاح په وخت کې له خپلو لوڼو هم د هلک په ټاکلو کې نظر واخلي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تیر یوه کال کې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې څو داسې بېلابېلې پېښې شوي، چې هلک او نجلۍ پکې د خپل انتخاب له امله قرباني شوې دي.

د معلوماتو له مخې شپږ میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یو هلک په دې نوم د نجلۍ کورنۍ وژلی و، چې ولې د دوی د کورنۍ پر غړې مین دی.

له یادې پېښې یوه میاشت وروسته د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې یوې نجلۍ له دې امله ځانوژنه کړې وه، چې کورنۍ یې د خوښې خلاف د تره زوی ته کوژده کوله چې له امله یې هغه ځان وژنې ته اړ شوې وه.