انځور: اطلاعات روز

د سړو خونو نشتون له امله د ارزګان کروندګر هرکال میلیونونه افغانۍ زیان ویني

ارزګان د هیواد په سویل کې یو له هغه ولایتونو څخه دی چي ۸۵ سلنه خلک یې په کرنه بوخت دي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

کروندګر وایي، په دغه ولایت کې د میوه جاتو او سبزیجاتو د پروسېس او ساتنې د ساتنځای نشتون له امله دوی ته هر کال په میلیونونه افغانیو زیان رسیږي.

د جاوید په نوم یوه کروندګر وایي، د سبزيو او نورو حاصلاتو په روزنه زيات لګښتونه کوي خو، د سړو خونو نشتون له امله یې ارزانه پلوري او ګټه وټه يې په لاس نه ورځي.

هغه زیاتوي، چې ډيری هغه حاصلات چې د خپل موسم پر وخت ارزانه او نه پلورل کېږي بايد په ژمي او اوړي کې په سړو خونو کې وساتل شي، ترڅو په مناست وخت کې بازار ته وړاندې او ګټه وکړي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي او زياتوي که د دوی حاصلاتو لپاره سړې خونې جوړې شي، نو ورسره به د دوی اقتصادي وضعیت ښه او خلکو ته به په ارزانه بیه د اړتیا وړ توکي ورسیږي.

جاوید وویل: « داسې ډيرې ميوې دي چې موږ يې هلته په ۲۵۰ پاکستانۍ کالدارې واخلو خو کله چې دلته راوړو داسې خرابې شي چې په ۱۰۰ پاکستانۍ کالدارې هم نه پلورل کېږي بل زيان دا دی تير کال ما په خپله ځمکه کې پیاز کرلي وو، کله چې حاصل ته ورسيدل يو من مې په ۲۰ افغانۍ وپلورل خو اوس هغه پیاز يو من په ۵ سوه افغانۍ پلورل کېږي.»

ارزګان کې د پیازو د ساتنې یوه سړه خونه.انځور: اطلاعات روز

په ورته وخت کې د دې ولايت يو بل کروندګر اسدالله وايي، چې ډيرې هغه ميوې او نور حاصلات چې په ارزګان کې کرل کېږي ټول په ټيټ قيمت پاکستان هېواد ته ځي او بیرته د موسمونو په توپیر راوړل کېږي او په څو چنده لوړ قیمت پر دوی پلورل کېږي.

نوموړي وايي، چې که په دې ولايت کې د کروندګرو لپاره سړې خونې جوړې شي ورسره به د کروندګرو اقتصاد وده وکړي او ترڅنګ به يې دوی عامو خلکو ته هم په ټيټ قيمت دغه توکې ورکړي.

هغه زياته کړه: «زموږ د چورې ولسوالۍ مڼې يو من په ۱۰۰ افغانۍ د حاصل رسيدو په وخت کې موږ پلورو سوداګر ورپسې راشي ټولې مڼې راڅخه په ټيټ قيمت واخلي کله چې ژمی شي دغه مڼې بیرته موږته په ۳۵۰ افغانۍ راکوي ټول زيان بیرته ولس ته رسيږي موږ سړې خونې نه لرو باید حکومت دلته سړې خونې جوړې کړي.»

د ارزګان سبزیو مارکیټ کې د میوو یوه هټۍ. انځور: اطلاعات روز

اخوا د کرنې برخې پوهان وایي، د میوجاتو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسېس خونو جوړیدنه د کروندګرو لپاره یو اړتیا ده او د یادو توکو ساتنه د هیواد په بساینه کې مهم رول لري.

د ارزګان ولايت د لوړو زده کړو یوې موسېسې د کرنې د پوهنځي استاد عبدالشکور کريمي وايي، چې د طالبانو حکومت باید د هېواد د توليداتو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه هم سړې خونې د کرنيزو محصلاتو په ساتنه کې مهمې ګڼې او په خبره يې چې که دغې برخې ته پاملرنه وشي ورسره به د خلکو اقتصادي وضيعت پیاوړی شي.

هغه وویل: «که موږ او تاسو پام وکړو د نورو هېوادونو څخه سبزيجات او ميوه جات راوړي چې دهغوی سره يو شمير ناروغۍ هم را انتقال کېږي.»

ورته مهال ارزګان کې د کرنې د برخې مسوولین د کرندګرو دغه ستونزی مني او وایي، چې ډیر ژر به په دغه ولایت کې د یو شمیر سړو خونو د جوړیدو چاري پېل شي چي ورسره به د کردوندګرو دغه ستونزې تر یوه بریده حل شي.

یو ارزګانی کروندګر چې خپله کرونده کې په کار بوخت دی. انځور: اطلاعات روز

د ارزګان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول قدرت الله حميدي وايي: «د سږکال لپاره ۲۰ دانې د پیازو خونې منظور شوي، چې سږکال موږ په دې وتوانيدو چې د دغې پروژې چارې پېل کړو ترڅنګ يې د نورو دغه ډول خونو د جوړيدو پلان هم شته.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې په دې ولايت کې د کروندګرو لپاره ۹۵ لوی او وړې سړې خونې جوړې شوي خو ویل کېږي چې ډيرې يې هغه کسانو ته جوړې شوي چې واسطه يې درلوده او دا مهال ورڅخه هيڅ استفاده نه کوي.