د پکتیا او پکتیکا خلک د ګردیز-زرمت له کنډوکپر سړک سر ټکوي

د ګردېز-زرمت ترمنځ کابو ۵۰ کیلو متره سړک چې د زرمت ولسوالۍ سربېره ورباندې د پکتیکا او غزني ولایتونو اوسېدونکي هم تګ-راتګ کوي له خراب وضعیت یې شکایت کوي. 

د دغې لویې لارې د پخېدو چارې په تېر جمهوري نظام کې پېل شوې وې خو د طالبانو د مخالفتونو او جګړو له امله یې کارونه په نیمګړي حالت پاتې شول.

د زرمت-ګردېز سړک د پخېدو غوښتنې پخوا هم بار بار ترسره شوي، خو اوس یو ځل بیا د پکتیکا او د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي له طالبانو د دې لارې د پخېدو غوښتنه کوي او وايي، نه یوازې د تېر نظام مسوول چارواکي په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي وو، بلکې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو طالبانو هم په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې یو اوسېدونکي او هټۍ وال عزیزالله له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د زرمت – ګردېز ترمنځ د لارې له خرابوالي د دوی کاروبار ټکنی کړی او په خبره یې چې تر اوسه د دې د پخېدو لپاره طالبانو کلک تصمیم نه دی نیولی.

نوموړي زیاته کړه چې د پکتیکا اوسېدونکي او سوداګر د پکتیا ولایت له لارې د ګردېز-زرمت پر لاره له کابل او نورو ولایتونو بېلابېل توکي واردوي، خو د سړک خرابوالی یې کاروبار ټکنی کړی دی.

نوموړي وویل: «د زرمت لاره ډېره خرابه ده، باور وکړئ چې مونږ کله له کابل مالونه راوړو او پر دې لاره راځو نو، نه یوازې وخت ډېر نیسي بلکې یا توکي زیانمن کیږي او یا هم نور مشکلات رامنځته کیږي چې د ګټې پر ځای کله کله له ډېر لوی تاوان سره مخ کیږو.»

د ګردیز زرمت سړک چې خلک یې د اساسي جوړولو غوښتنه کوي.

د مرکز ښرنې – مټاخان ولسوالۍ ترمنځ لاره که څه هم پخه شوې خو په اوسني وضعیت یې خلک خوښ نه دي او وايي، دا لاره هم د خراب کیفیت له امله ډېرو برخو کې ویجاړه شوې ده، مټاخان د پکتیکا مربوط ولسوالۍ ده چې د پکتیا له زرمت سره ګډه پوله لري.

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی شاه ولي افغان هم دا لاره د پکتیکا او غزني ولایتونو د اوسېدونکو لپاره مهمه بولي او وايي، نه یوازې یې د زرممت اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي بلکې د پکتیکا او غزني ولایتونو پر خلکو یې هم ناوړه اغېزه کړې ده.

نوموړي وویل، که یاده لاره په اساسي ډول جوړه شي، د درې ولایتونو په اقتصادي وضعیت به مثبته اغېزه وکړي.

هغه د طالبانو له حکومت د دغې لارې د ژر تر ژره پخېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د راتلونکي کال په پراختیايي بودیجه دې ونیول شي.

شاه ولي وايي: «د زرمت لاره ډېره مهمه ده، ځکه دا د یوې ولسوالۍ لاره نه ده بلکې د زرمت ترڅنګ د دوو ګڼ نفوسه ولایتونو اوسېدونکي پرې تګ-راتګ کوي، خو اوس چې دا لاره خامه او کنډوکپر ده، نو ستونزې بیخي ډېرې دي او بل که جوړه شي نو د خلکو په ژوند کې به زیات مثبت اغېز ولري. غوښتنه دا کوو چې اوس خو د جګړې بهانه نشته او راتلونکی پسرلی باید جوړ شي.»

د زرمت-ګردېز لارې پخېدو موضوع پخواني جمهور ریس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال راپورته او په هماغه وخت کې خلکو سره د پخېدو ژمنې پیل شوې، چې تر ننه دوام لري.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي هم له دې لارې سرټکوي او له طالبانو غوښتنه کوي چې د پخېدو لپاره دې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا تېر کال د مني موسم پر مهال پر دغه لاره جغل واچول شو او بیا ورسره ژمنه وشوه چې راتلونکی پسرلی به یې د پخېدو چارې پیلوي خو د ۱۵ میاشتو په تېرېدو یې لاهم عملي کار نه دی پیل شوی.

تېر کال طالبانو د ګردیز زرمت سړک جغل اندازي کړ او خلک سره یې یې ژمنه کړې وه چې یاد سړک به په اساسي ډول رغوي، خو هغه ژمنه لا هم نده عملي شوې.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو د رسېدو په لومړیو کې د وخت والي مولوی حمزا ژمنه کړې وه چې د سړک پخېدو کارونه به نوموړی په خپل شخصي لګښت ترسره کوي، خو هغه یوازې په څو کیلو متره جغل اچونه وکړه.

د سورکۍ سیمې یو اوسېدونکي نور محمد له اطلاعات روز سره په خبرو کې د دې لارې د خرابوالي او ورسره مخ د خلکو ستونزو په اړه وویل، چې د زرمت – ګردېز لارې د ناوړه وضعیت له امله خپل ناروغان هم پر وخت مرکز ګردېز ته نشي انتقالولی.

نوموړي زیاته کړه، چې د زرمت په روغتیايي مرکزونو کې امکانات کم دي، خو که مرکز ګردېز ته یې انتقالوي په لاره کې ساه ورکوي.

هغه په دې اړه اړه داسې وویل: «دا لاره ډېره مهمه ده او اوس په ډېر بد وضعیت کې قرار لري، مریضان مو چې ګردېز ته وړو نو ډېرې داسې پېښې رامنځته شوي چې ناروغ په لاره کې مړ شوی او تر روغتون نه دی رسېدلی او که دلته یې تداوي کوې ډاکټران او نور امکانات کم دي.»

د تېر نظام په وروستیو کې د زرمت – ګردېز د لارې پخېدو کار پیل شوی و او له سختو جګړو سره بیا هم په دې وتوانېدل چې تر پنځه کیلومتره پورې یې په اساسي ډول پوخ کړي.

و مو غوښتل چې په دې اړه د خلکو ستونزې او د لارې د راتلونکي برخلیک په اړه د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو او اطلاعات او کلتور ریاستونو د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له څو ورځو انتظار وروسته بیا هم هغوی زمونږ پوښتنو ته ځواب را نه کړ، خو څو ورځې وړاندې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي د زرمت له قومي مشرانو سره په ګډه ناسته کې له هغوی سره ژمنه کړې چې د ګردېز – زرمت لارې د پخېدو کارونه به راتلونکی پسرلی پیلوي.

یوازې د زرمت ګردېز سړک نه دی، چې خلکو سره یې د پخېدو ژمنې شوي او نه دي عملي شوي بلکې په پکتیا ولایت کې د ګردېز –پټان، احمدخېلو-ځاځي اریوب، شهرنو-څمکنیو او ځینې نورې لارې شته چې په خام حالت پاتې دي، خو جوړېدو ته یې د تېر او اوسني وخت مسوولو چارواکو غاړه نه ده اېښې.