د امریکا ملي پور له ۴۰ ټریلیون ډالرو واوښت

Oplus_131072

د امریکا د اقتصاد وزارت وايي، د دغه هېواد ملي پور په تېره یوه لسیزه کې تر دوه برابره ډېر شوی او له ۴۰ ټریلیون ډالرو اوښتی دی.

د دغه وزارت د چهارشنبې ورځې (د زمري ٢٨ مه) د تازه خپرو شوو شمېرو له مخې، د امریکا ټول ملي پور ۴۰.۴۷ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې په ۲۰۱۷ کال کې، کله چې ډونالډ ټرمپ له بارک اوباما څخه واک ترلاسه کړ، د امریکا ملي پور له ۲۰ ټریلیون ډالرو کم و.

د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ دورې او د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا ملي پور په چټکۍ سره زیات شوی دی.

که څه هم میلیاردر ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل د خپلو اقتصادي سیاستونو دفاع کوي، خو د امریکا د اقتصاد وزارت شمېرې ښيي چې د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال د هېواد ملي پور ۳۹ سلنه زیات شوی او ۷.۸۱ ټریلیون ډالر ورسره اضافه شوي دي.

جو بایډن هم ونه توانېد چې د امریکا پورونه راکم کړي. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د ملي پور کچه ۳۰.۵ سلنه لوړه شوه او نور ۸.۵ ټریلیون ډالر پورونه پرې ورزیات شول.

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره، چې له ایران سره د امریکا د جګړې له پیل، په اوکراین کې د جګړې له دوام او په غزه کې له کړکېچ سره هممهاله ده، لا هم د امریکا د پورونو د زیاتېدو بهیر ښيي.

د کانګرس د بودجې دفتر اټکل کړی و چې د ۲۰۲۶ مالي کال تر پای پورې به د امریکا ټول پورونه ۳۹.۶ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.

خو په تېرو شاوخوا ۲۰ میاشتو کې، چې ټرمپ یو ځل بیا په سپینه ماڼۍ کې دی، د امریکا ملي پور ۱۰.۶ سلنه زیات شوی، چې له امله یې ۳.۸۴ ټریلیون ډالر نور پور ورزیات شوی او اوس ټول ملي پور ۴۰.۴۷ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د سود د کچې د لوړېدو او د مصرفوونکو لپاره د لوړ انفلاسیون له امله اټکل کېږي چې د امریکا ملي پور به تر ۲۰۳۶ کال پورې شاوخوا ۶۴ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته