
له پاکستانه د راستو شویو افغان زده کوونکو نامالوم برخلیک Photo: Etilaat Roz Newspaper
له پاکستانه په جبر را اېستل شوې او پکتیکا ولایت ته ستنې شوې کورنۍ وایي، په هېواد دننه اقتصادي ستونزې، د سرپناه نشتون، بې روزګاري، د نجونو پر زده کړو بندیز، د روغتیایي خدماتو کموالی او له زده کړو د دوی د اولادونو محرومېدل هغه ستونزې دي چې دوی اندېښمن کړي دي.
جمال الدین له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو له ډلې دی چې اوسمهال د پکتیکا په مرکز ښرنه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
هغه وایي، په کډوالۍ کې یې اولادونو تعلیم کاوه او ښوونځيو ته تلل خو خپل هیواد ته په ستنېدو سره په کور ناست دي.
د نوموړي په وینا، اقتصادي ستونزې او د ښوونځيو کمښت يا لرېوالي له امله یې ماشومان له زدهکړو محروم دي:«له پاکستانه چې هېواد ته راغلی یم ۱۶ میاشتې مې پوره شوې، دلته مې په یو کنډواله کور اړولي دي، پنځه اولادونه لرم درې هلته ښوونځي ته تلل او پاتې یو هلک او نجلۍ هم ښوونځي ته د تګ دي؛ خو دلته نږدې ښوونځی نشته او هره ورځ موږ د کرایي موټر وس نه لرو چې دوی په کې تر ښوونځي ورسوو نو د خپلو اولادونو راتلوونکې ته ډېر اندېښمن یو ځکه بې زده کړو ژوند سخت دی.»
د جمال الدین مشر زوی حضرت الله ۱۳ کلن دی او د کډوالۍ پرمهال یې تر پنځم ټولګي زده کړې کړي خو هېواد ته د راستنېدو، د غربت او اقتصادي ستونزو له امله یې زده کړې پاتې شوې او غواړي چې په راستنېدو سره یې په کور دننه د زده کړو زمینه ورته برابره شي.
هغه زیاتوي، اوس چې له پاکستانه خپل هېواد ته راستون شوی اقتصادي ستونزو یې د زده کړو مخه نیولې او نه شي کولی، چې خپلې زده کړې وکړي.
نوموړی وایي، ستر ارمان یې دی چې د نورو همزولو ترڅنګ په ښوونځي کې زده کړې وکړي او د زده کړو له لارې خپلو هیلو ته ورسېږي.
هغه هېله لري، چې زده کړې ترلاسه کړي او له دې لارې هېواد ته خدمت وکړي: «پاکستان کې مې تر پنځم ټولګي زده کړې کړي خو هېواد د راستنېدو پرمهال راڅخه ښوونځی پاتې شو، دلته زموږ په سیمه کې نږدې ښوونځی نشته او څو کیلو مټر په واټن کې دي که چېرې ښوونځي جوړ شي نو زما په شان به ټول راستانه شوي هلکان او نجونې زده کړې وکړي.»

راستانه شوي کډوال د ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه کوي Photo: Etilaat Roz Newspaper
قطب الدین د پکتیکا بل هغه اوسېدونکی دی چې څو میاشتې کېږي له خپلې کورنۍ سره د یوسف خېلو ولسوالۍ ته راستون شوی دی.
هغه شکایت کوي چې د ډېری راستنو شویو افغانانو اقتصاد ډېر کمزوری دی او دلته د کار نشتوالي او سرپناه په برخه له ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي، حکومت دې ورته اولادونو ته په هغو ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره کړي؛ په کومو کې چې د بېرته راستنېدو پر مهال ترې زده کړې نیمګړې پاتې شوي.
نوموړی د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کوي چې له راستو شویو کډوالو سره په کړو ژمنو عمل نه دی او لاهم راستانه شوي افغانان د دایمي سرپناه نشتون ترڅنګ د کار روزګار له نشتوالي سره مخ دي.

له پاکستان راستانه شوي د افغانستان له درسي نصاب سره اشنایي نه لري Photo: Social Media
دی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د تازه را ستنو شویو افغان ماشومانو زده کړو ته دې پاملرنه وکړي او دوی ته دې تر هر څه ژر د زده کړو فرصتونه برابر کړي.
قطب الدین زیاته کړه: «پوره اووه میاشتې مې کېږي خپل کلي ته مې کډه راوړې، پخوانی کور مو په جګړو کې وران شوی دلته ښوونځي نشته او که وي نو په ډېر لېرې واټن کې دي چې زده کوونکي ورته رسېده ګي نشي کولای؛ د یو د یو په توګه مسوول یم چې پر خپلو اولادونو زده کړې وکړم خو اقتصادي ستونزو مې مخه نیولې غوښتنه کوو چې دلته دې د زده کوونکو لپاره ښوونځي جوړ شي او هم دې هغه کډوال چې تازه راستانه شوي د زده کړو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.»
شمس الرحمن چې پاکستان کې له اوږدمهالې کډوالۍ وروسته بېرته د پکتیکا مرکز ښرنې ته راستون شوی له طالبانو غوښتنه کوي، چې نویو راستانه شویو افغان ماشومانو ته دې د زدهکړو زمینه برابره کړي؛ ترڅو د زده کړو پرمټ خپلو هیلو ته ورسېږي.
نوموړی دغه راز ټینګار کوي هغه کډوال ماشومان چې له پاکستان راستانه شوي د افغانستان له درسي نصاب سره اشنایي نه لري او لازمه ده، چې په دې برخه کې لومړی باید لنډ مهالې زده کړې ورکړل شي. شمس الرحمن زیاته کړه: «هغه زده کوونکي چې له پاکستان راغلي دلته یې زیاتره په پښتو لیک لوست نه پوهېږي، ځکه هلته یې زده کړې په اردو او انګلیسي ژبه کړي نو دلته ورته په لومړیو کې د زده کړو پیل سخت دی لازمه ده چې دوی ته یو څه ځانګړي ښوونځي او یا ټولګي جوړ شي چې تر هغې د افغانستان له ښوونیز نصاب سره بلدیت او اشنایي پیدا کړي.»

راستانه شوي کډوال د زده کړو هیله لري Photo: Etilaat Roz Newspaper
د هغه په وینا، له پاکستانه د راستانه شوي افغان کډوالو په ډله کې نه یوازې نارینه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي، بلکې زرګونه نجونې هم شته چې زده کړې ترې په نیمایي کې پاتې دي.
بلخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت څه موده وړاندې په دولتي ښوونځیو کې له پاکستانه د را ایستل شویو زده کوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پېلیدو خبر ورکړی و.
یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې په دولتي ښوونځیو کې له پاکستان څخه د را ایستل شویو زده کوونکو د جذب بهیر پېل شوی دی.
اعلامیه کې ویل شوي و، هغه زده کوونکي چې په پاکستان کې ترې زده کړې نیمګړي پاتې دي په تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر کې هېواد ته د راستنېدو پرمهال راجسټر کېږي او له ازموینو وروسته د خپلې سویې مطابق بیلابیلو ټولګیو جذب شوي دي.
له پاکستانه څخه راستانه شوي کډوال زده کوونکي نه یوازې دوی ته د زده کړو د زمینې برابریدو غوښتنه کوي، بلکې په هیواد کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو د ختمیدو غوښتوونکي هم دي. د طالبانو وزارت د مالوماتو له مخې، له تېرو پنځو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه څه د پاسه پنځه میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې زیاتره یې له پاکستانه په جبري ډول را اېستل شوي.
